د کابل ښار په شاه شهید سیمه کې نننۍ انتحاري حمله
د کابل د امنیې قومندانۍ چارواکي وایي، چې د شاه شهید په سیمه کې په نننۍ انتحاري حمله کې شپږ کسان وژل شوي او له پنځه دیرشو زیات ټپيان دي. د امنیې قومندانۍ د جنایي تحقیقاتو مشر مشال راډیو ته وویل چې د حملې هدف په سیمه کې د بهرنیو ځواکونو یو کاروان وو. د حملې مسولیت د حزب اسلامي وسله والې ډلې په غاړه اخیستی.