د لاسرسي ځای

تازه خبر

سینا لاړو خو په کور کې یې تل پاتي یادونه پرېښودل


سینا لاړو خو په کور کې یې تل پاتي یادونه پرېښودل
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:57 0:00

علي سینا نوروزي پنځه میاشتې مخکې د سړي تښتوونکو له خوا تښتول شوی و او بیا ووژل شو. علي سینا د هرات ولایت د یوه سوداګر نصیر احمد نوروزي یوازنی زوی و. ولسمشر کرزي د علي سینا د تښتوونکو او وژونکو په اړه د سترې محکمې حکم تایید کړی و، چې د سینا د وژلو په تور شل تنه نیول شوي او دوه تنه یې د روانې اوونۍ په پیل کې اعدام شول. د علي سینا قاتلین د ده پلار ته د بخښې غوښتو لپاره ورغلي وو، خو مور یې وايي چې دا خلک د بخښنې وړ نه وو ځکه دغو خلکو دې او د دې کورنۍ ته داسې غم ورکړی، چې هېرول یې ناشونی دی.

XS
SM
MD
LG