د جمعې ورځ د جرمني په ښار میونښ کې د نړۍ د یوشمیر هیوادونو مشران، دفاعي چارواکي او ډپلومیټان په یوه درې ورځني کنفرانس کې پر امنیت بحث کوي.
سپینې ماڼۍ نن(سېشنبه) يو ريټايرډ جنرال کيت کېلاګ په موقتي توګه د امريکا د ملي امنيت سلاکار نومولی دی.
د اپیلونو د عدالت ججانو ویلي، د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د حکومت چارواکو داسې هېڅ ثبوت نه دی وړاندې کړی چې د دې ولسمشریز امر اړتیا په ډاګه کړي.
ماسکو په داسې حال کې د افغانستان په اړه د يوه بل کنفرانس تابيا نيسي چې په افغانستان کې اسلامي دولت وسله والې ډلې يا داعش سر راپورته کړی او د يو شمېر خونړيو بريدونو مسوليت يې منلی دی.
د امریکا انصاف وزارت د هغه عدالتي فېصلی خلاف اپیل کړی چې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ لخوا د اووه اسلامي هېوادونو د وګړیو امریکا ته د ورتللو عارضي محدودیتونه یې لغوه کړی دی.
په اوکراين کې د حکومتي ځواکونو او روسي پلوو بيلتونپالو ترمنځ د جنورۍ له ۲۹ مې نېټې راهیسې په جګړه کې لږ تر لږه ۱۰ تنه وژل شوي. د اوکراين ځواکونو ويلي دي چې په تازه نښتو کې دوه پوځيان وژل شوی او دوه نور ژوبل دي.
د هندوستان د بهرنيوو چارو وزارت په پرونۍ خبرپاڼه کې ويلي چې پاکستان پخوا هم داسې ګامونه اخيستي. د خبرپاڼې تر مخه د ترهګرۍ پر ضد به د پاکستان خلوص هله معلوم شي چې په ترهګرو بريدونو کې ښکېلو کسانو پر ضد ريښتيني کاروايي وکړي.
د روسیې په اورال غرونو کې د بودایانو یوه خانقاه (عبادتځای) ده چې ښايي ونړول شي. د نړولو لامل یې د معدنیانو شرکتونو یا کمپنیو کانکنۍ ته لار برابرول دي. ویډیو وګورئ.
په امریکا کې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ له لوري د اووه هېوادونو وګړو پر ورتګ د بندیز ضد مظاهرې روانې دي. د ولسمشر د دفتر مشر راینس پریبس وايي، ښايي له شام، عراق، لیبیا، ایران، یمن، سوډان او سومالیا سره په دې لېسټ کې پاکستان هم ورشامل کړل شي.
د روسیې په موردوویا جمهوریت کې مسلمان تاتاریان په ښوونځیو کې د مذهبي ازادۍ تر لاسه کولو هڅې کوي. دوی وايي، د چارواکو له لوري په ښوونځي کې د پړوني یا زړوکي پر سرولو باندې بندیز لګول ناسم کار دی او دوی یې نه مني.
د کاناډا په کېبېک کې پولیس وايي، تېر ماښام پر یوه جومات د وسله والو په برید کې شپږ کسان ووژل شول او اته ژوبل شول. چارواکي وايي، دا ترهګر برید وو چې د لمونځ پر مهال شوی دی. د اسوشي اېټډ پریس او رویټزرز اژانسونو ویډیو.
د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د خپل هغه اجرائيوي فرمان دفاع وکړه چې له مخې يې په لنډمهالې توګه امريکا ته د اوو هېوادونو د کډوالو د تګ مخه نيول کېږي.
نور وښیئ