د لاسرسي ځای

تازه خبر

ماسکو کنفرانس به پر افغان سولې پروسې څه اغېز وکړي؟


د روس او افغانستان د بهرنيو چارو وزيران: سرګي لاوروف او صلاح الدين رباني
د روس او افغانستان د بهرنيو چارو وزيران: سرګي لاوروف او صلاح الدين رباني

روس به د روانې فبروري مياشتې په نيمايي کې د افغانستان په اړه د شپږو هېوادونو د کنفرانس کوربه وي.له دې وړاندې په ډيسمبر مياشت کې هم روس، چين او پاکستان په ماسکو کې کنفرانس کړی و خو دا ځل يې افغانستان، ايران او هند ته هم د ګډون بلنه ورکړې ده. ماسکو په داسې حال کې د افغانستان په اړه د يوه بل کنفرانس تابيا نيسي چې په افغانستان کې اسلامي دولت وسله والې ډلې يا داعش سر راپورته کړی او د يو شمېر خونړيو بريدونو مسوليت يې منلی دی. د کارپوهانو په اند روس د داعش سرسخته مخالف دی او نه غواړي چې دا ډله په افغانستان کې پټن ځايونه ولري او يا هم خپلې پنجې ټينګي کړي.

خو دلته پوښتنه دا ده چې ايا دا کنفرانس به د افغان حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ د سولې خبرو اترو ته لاره هواره کړي او که نه ځکه طالبان هم له داعش سره په جنګ دي.

د کنفرانس پرېکړې هغه وخت عملي کېدای شي کله چې امريکا او ناټو هم په دې پروسه کې په اعتماد کې واخيستل شي

په پاکستان کې د دفاعي چارو کارپوه بريګيډيېر سعد محمد خان وايي چې دا يوه اوږده پروسه ده او د دې د برياليتوب لپاره بايد امريکا او ناټو هم له پامه ونه غورځول شي. نوموړی زياتوي، داسې نه انګېري چې له کنفرانسه سمدستي وروسته به د سولې مذاکرات پېل شي او يا به د سولې خوا ته په دا نږدې وخت کې ډېر زيات پرمختګ وشي. د سعد محمد خان په وينا، د کنفرانس پرېکړې هغه وخت عملي کېدای شي کله چې امريکا او ناټو هم په دې پروسه کې په اعتماد کې واخيستل شي ځکه چې د هغوی ځواکونه دا مهال په افغانستان کې حضور لري او د هغوی له خوښۍ پرته بدلون نشي راتلای.

له ټولو ګاونډيو هېوادونو دې ضمانت واخيستل شي چې په افغانستان کې به هېڅ ډول مداخلت نه کوي

د کابل پوهنتون ښوونکی او د سياسي چارو کارپوه ودير ساپی وايي، چې د افغان حکومت لپاره سوله د کړکېچ پای ته رسولو يوازينۍ لاره ده او پاکستان او ايران هم بايد په دې اړه له اخلاصه کار واخلي. نوموړی زياتوي، که چيرې رضامندي رامنځ ته شي نو د سولې پروسې د برياليتوب لپاره بايد د سيمې د هېوادونو يو بل کنفرانس راوبلل شي او له ټولو ګاونډيو هېوادونو ضمانت واخيستل شي چې په افغانستان کې به هېڅ ډول مداخلت نه کوي.

په ماسکو کې تېر کنفرانس د روسي، چينايي او پاکستاني چارواکو تر منځ شوی و خو وروسته د افغان حکومت له سخت غبرګون سره مخامخ شوی و چې د يوه هېواد په اړه د هغه په غېر موجودګۍ کې غونډه د هغه په چارو کې د مداخلت په معنا ده. دا ځل ماسکو افغانستان، ايران او هند ته هم بلنه ورکړې ده.

په داسې حال کې چې هند او پاکستان د طالبانو په اړه بېل دريځ لري او په افغانستان کې يې لومړيتوبونه مشترک نه دي، هند به په دې کنفرانس کې په ګډون کولو سره د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرو پېلولو په اړه څه دريځ خپل کړي؟

هند به زياته تکيه د امريکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر تګلاره کوي چې هغه د افغانستان او سيمې په اړه څه دريځ خپلوي.

په هند کې د ټايمز اف انډيا ورځپاڼې خبرياله او د سيمه ييزو چارو کارپوهه ارتي تيکو سينګ وايي، د افغانستان په اړه به د هند تګلاره اوس پر امريکا تکيه کوي. نوموړې وايي، دا ويل اوس ګران دي چې هند به څه دريځ خپل کړي خو هند په تيرو وختونو کې له طالبانو سره د خبرو اترو مخالفت کړی دی. نوموړې زياتوي، هند به زياته تکيه د امريکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر تګلاره کوي چې هغه د افغانستان او سيمې په اړه څه دريځ خپلوي. خو د هغې په وينا، داسې ښکاري چې د روس، چين او پاکستان اهداف يو شوي دي نو دا به د هند لپاره ډېره عجيبه وي چې خپل اهداف له دوی سره يو ځای کړي.

د کارپوهانو په اند، ماسکو ځکه د افغانستان په اړه د کنفرانس کولو پرېکړه کړې چې هېواد يې وېره لري چې هسې نه داعش منځنۍ اسيا ته ځان وغځوي او د روس سوهېلي سيمې له ګواښ سره مخامخ کړي. بلخوا چين په افغانستان کې خپلې اوږدمهالې پانګونې او پروژې پر مخ وړي او نه غواړي چې له هغه له خطر سره مخامخ شي.

XS
SM
MD
LG