د روسیې په اورال غرونو کې د بودایانو یوه خانقاه (عبادتځای) ده چې ښايي ونړول شي. د نړولو لامل یې د معدنیانو شرکتونو یا کمپنیو کانکنۍ ته لار برابرول دي. ویډیو وګورئ.
په امریکا کې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ له لوري د اووه هېوادونو وګړو پر ورتګ د بندیز ضد مظاهرې روانې دي. د ولسمشر د دفتر مشر راینس پریبس وايي، ښايي له شام، عراق، لیبیا، ایران، یمن، سوډان او سومالیا سره په دې لېسټ کې پاکستان هم ورشامل کړل شي.
د روسیې په موردوویا جمهوریت کې مسلمان تاتاریان په ښوونځیو کې د مذهبي ازادۍ تر لاسه کولو هڅې کوي. دوی وايي، د چارواکو له لوري په ښوونځي کې د پړوني یا زړوکي پر سرولو باندې بندیز لګول ناسم کار دی او دوی یې نه مني.
د کاناډا په کېبېک کې پولیس وايي، تېر ماښام پر یوه جومات د وسله والو په برید کې شپږ کسان ووژل شول او اته ژوبل شول. چارواکي وايي، دا ترهګر برید وو چې د لمونځ پر مهال شوی دی. د اسوشي اېټډ پریس او رویټزرز اژانسونو ویډیو.
د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د خپل هغه اجرائيوي فرمان دفاع وکړه چې له مخې يې په لنډمهالې توګه امريکا ته د اوو هېوادونو د کډوالو د تګ مخه نيول کېږي.
ايسوسي ایټډ پريس خبري اژانس ليکي، د خالي په شپه د نيويارک يو وفاقي جج فرمان جاري کړی چې پکې حکومت په موقتي توګه منع کړل شوی چې د امریکا وېزه لرونکي کسان دې له هېواده نه وباسي.
د نوبل جایزې ګټونکې ملالې يوسفزۍ د امریکايي ولسمشر له خوا پر هغه فرمان نيوکې کړي چې له مخې يې تر نامعلوم وخت پورې امریکا ته د شامي کډوالو په ورتګ بنديز لګولی.
تېرېزا مې د روس له لورې د کرايميا په ځان د ګډولو پر ګام کلکې نيوکې وکړې.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ چې د انتخاباتي مبارزو پر مهال کومې ژمنې کړې وې، په هغه لړ کې یې دوه نوي تقنیني فرمانونه ...
ولسمشر ډونلډ ټرمپ پرون ناوخته پر ټویټر د دې پخلې کړې وو چې د جنوری پر ۲۵مه قامي امنیتي ادارې ته د دورې پر مهال به یوه لوی اعلان وکړي.
تر هغه وروسته چې سپینې ماڼۍ د امریکا د نوي ولسمشر ډونالد ټرمپ له ژمنې سره سم اعلان وکړ چې متحده ایالات د ارام سمندر ...
د امريکا سينيټ مايک پامپيو د استخباراتي ادارې سي، ای، اې د مشر په توګه تاييد کړ. پرون د دوشنبې ماښام د پومپيو سوګند پورته کولو په مراسمو کې د امريکا مرستيال ولسمشر مايک پينس نوموړی د خپلې تجربې لپاره وستايلو.
نور وښیئ