د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ د کډوالو مخنیوي په باب د خپل فرمان دفاع وکړه


د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د خپل هغه اجرائيوي فرمان دفاع وکړه چې له مخې يې په لنډمهالې توګه امريکا ته د اوو هېوادونو د کډوالو د تګ مخه نيول کېږي.

د دغو اوو هېوادونو اکثريت اوسېدونکي مسلمانان دي، خو ټرمپ ټينګار وکړ چې دا پر مسلمانانو بنديز نه‎ دى.

ولسمشر ټرمپ په يکشنبه په يوه رسمي بيان کې وويل، کله چې په ٩٠ ورځو کې د مهاجرت چارې او اقدامات خوندي شي، امريکا به د ټولو هېوادونو وګړو ته د ويزو ورکړه بيا پيلوي.

په هم دې حال کې د سپينې ماڼۍ يوه لوړپوړي چارواکي امريکا ته پر کډوالو د لګول شويو محدوديتونو چې ولسمشر ډونالد ټرمپ‌ يې امر کړى، دفاع وکړه.

په يکشنبه د امريکا ولسمشر د دفتر رئيس رينس پريبس له "NBC"ټېلویوژن سره په مرکه کې د ولسمشر ټرمپ د دستور دفاع وکړه.

د امريکا د ولسمشر د دفتر رئيس رينس پريبس د ټرمپ دغه امر ګڼې پوښتنې ولاړې کړي چې څنګه به عملي کېږي او څوک به ورڅخه اغېزمنېږي؟

خو نوموړي دا مسئله رد کړه چې د امريکا په هوايي ډګرونو کې چې زرګونه کسانو د شنبې په ورځ مظاهرې وکړې، اله ګوله رامنځته شوې وه.

د نوموړي په وينا له هغو درې لاکه او ٢٥ زره کسانو چې د شنبې په ورځ امريکا ته داخل شوي، ١٠٩ تنه‌ يې توقيف (حراست) شوي دي.

نوموړی وايي:

"له دوى څخه پوښتنې شوي او اکثريت‌ يې خوشې شوي دي. تر ۲۰ زيات نور کسان د نورو پوښتنو ګروېږنو لپاره په توقيف کې دي. کله چې ثابته شي دوى خطرناک نه‌ دي، دوى به هم خوشې کېږي، فکر کوم چې يوازې به د دوى يو څو تنه په توقيف کې پاتې شي چې زموږ د هېواد لپاره خطرناک ګڼل کېږي."

د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د جمعې په ورځ د ده په وينا له بهرنيو ترهګرو څخه د خپل هېواد د ساتنې لپاره له اوو اسلامي هېوادونو څخه امريکا ته د کډوالو ورتګ د ٩٠ ورځو لپاره ځنډولی، چې د هغوی د ارزونې او څارنې يو نوی بهیر رامنځ ته شي.

دغه اووه هېوادونه ايران، عراق، ليبيا، سوماليا، سوريه، سوډان او يمن دي.

د امريکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ دغه دستور د دې سبب شو، هغه مسافر چې امريکا ته د ورتګ قانوني اسناد هم لري، د دغه هېواد په هوايي ډګرونو کې ونيول شي، يا هم له هغو الوتکو چې امريکا ته روانې وې، وايستل شي.

دې اقدام اعتراضونه وپارول.

د نيويارک په ټايمز ميدان کې هم سيلانيانو احتجاحي لاريون وکړ، دوى شعارونه ورکول او د ولسمشر ټرمپ پر دغه امر يې نیوکې وکړې.

فواد شريف سليمان د عراق دى چې د امريکا د مهاجرت ويزه لري، خو په دوشنبه هغه او کورنۍ ته ‌يې په هغه الوتکه کې د تلو اجازه ور نه کړل شوه چې امريکا ته روانه وه. له دې وروسته نوموړی اړ شو چې د کردستان ايربيل هوايي ډګر ته ستون شي.

سليمان په هوايي ډګر کې رویټرز اژانس ته وويل:

"زه حق لرم امريکا ته ولاړ شم. هلته خو په غير قانوني ډول نه‌ځم. زه يو قانوني کډوال يم. مهمه دا ده چې زه يو قانوني کډوال يم."

سليمان وايي، امريکا ته‌ يې د دغه سفر لپاره دوه کاله انتظار کړى دى:

"ما ځاني د دغه سفر لپاره دوه کاله تياريانې نيولې وې. خپل کور او نور جایداد مې خرڅ کړل. تر ټولو ځوروونکې دا ده چې ځان راته پړ ښکاري ځکه ماشومانو مې مکتب هم پرېښود."

خو د امريکا يوه فيډرال قاضي (جج) د شنبې ناوخته امريکا ته د اوو اسلامي هېوادونو د پناه غوښتونکو د ورتګ مخنيوي پر خلاف يو جلا حکم ورکړ.

د فيډرال قاضي ان دونيلي "Ann Doneelly" حکم د دې سبب شو هغه مسافر چې د امريکا قانوني ويزې لري، له هوايي ډګرونو يې ايستل په لنډمهالي توګه ودرول شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG