د لاسرسي ځای

تازه خبر

هند: د حافظ سعيد خلاف د پاکستان ګامونه کافي نه دي

حافظ سعيد
حافظ سعيد

د هندوستان د بهرنيوو چارو وزارت په پرونۍ خبرپاڼه کې ويلي چې پاکستان پخوا هم داسې ګامونه اخيستي. د خبرپاڼې تر مخه د ترهګرۍ پر ضد به د پاکستان خلوص هله معلوم شي چې په ترهګرو بريدونو کې ښکېلو کسانو پر ضد ريښتيني کاروايي وکړي.

تېر مازیګر د پاکستان پوځ ويلي وو چې د حافظ سعيد نظربندي د دوی د پاليسۍ برخه ده او د ګل يا دوشنبې په ورځ کړی کار يې د ملي ګټو په ترڅ کې کړی دی. د پاکستان کورنیو چارو وزیر چوهدري نثار علي خان خبریالانو ته ويلي وو چې دا ګام يې د ملګرو ملتونو لخوا جماعت الدعوه د ترهګرې ډلې ګرځولو وروسته اخستی دی. ملګرو ملتونو په ۲۰۰۸ کال کې تر هغې وروسته جماعت الدعوه په ترهګرو ډلو کې شامله کړه چې هند پر دغې ډلې د ممبئ بريدونو کې د لاس لرلو تور پورې کړي. دې حملو کې ۱۶۴ کسان وژل شوي او ۳۰۸ زخميان شوي وو.

پاکستان په دې کار سره امريکې ته د شريک کار پيغام ورکول غواړي
حسن عسکري

د پنجاب صوبې د داخله محکمې د نوټیفیکېشن ترمخه جمات الدعوه او فلاح انسانیت تنظيمونه د څارنې یا واچ لسټ په لړ کې اچول شوي دي. د حافظ سعيد تر څنګ د دغو تنظيمونو څلور نور مشران (عبدا عبېد، ظفر اقبال، عبدالرحمان عابد او قاضی کاشف نیاز) د ترهګرې ضد قانون لاندې په حفاظتي تحویل کې اخیستل شوي دي.

د امنيتي چارو کار پوه حسن عسکري وایي د ناقانونه ګرځول شوو تنظمیونو د فعاليتونو له وجې پر پاکستان د امريکې فشار وو. هغه مشال ريډيو ته وويل: ((پاکستان غواړي دې سره دا پيغام ورکړي چې د نوي امريکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ ادارې سره شريک کار کول غواړي.))

ياده دي وي چې د پاکستان ځينو مطبوعاتو ليکلي چې د حافظ سعيد تر نظر بندۍ لږ مخکې د ولسمشر ټرمپ ادارې ځينو چارواکو پاکستان ته خبرداری ورکړی وو چې د وسله والو پر ضد دې کاروايي وکړي. اسلام اباد همېشه ويلي چې دوی د ترهګرو ډلو خلاف بې توپيره ګامونه اخيستي دي.

په پاکستان کې د حافظ سعيد خلاف مقدمې هم چليدلې دي. په ډيرو کې دی بري شوی دی. د قانوني چارو کار پوه افتخار ګیلاني وایي په ترهګرۍ تورنو خلکو خلاف بايد په څرګند ډول مقدمې وچلول شي. د هغه په وينا اوس چې حکومت حافظ سعيد نظر بند کړی نو پکار ده چې د ترهګرۍ ضد عدالتونو کې پرې مقدمه وچلول شي.

تېره ورځ د حافظ سعید نظر بندۍ خلاف د پاکستان په ځينو ښارونو کې د هغه ملاتړو مظاهرې کړې دي.

هندوستان په ۲۰۰۸ کال کې ممبئ کې شوي بريدونو زمه واري پر حافظ سعيد اچولې وه او له پاکستانه يې غوښتي چې د هغه او ځينو نورو ډلو خلاف دي سخت ګامونه واخلي. له همدې وجې امریکې په ۲۰۱۲ کال کې حافظ سعید د ترهګو په ليسټ کې شامل کړ او د هغه د نيولو لپاره يې لس ميلينه ډال انعام هم مقرر کړ خو نوموړي بيا هم پاکستان کې خپلو جلسو او فعاليتونو ته دوام ورکړ.

This item is part of
XS
SM
MD
LG