د امریکا په فلوریډا ایالت کې یو وسلوال تن په ډزو ۵۰ کسان وژلي او ۵۳ نور یې ژوبل کړي دي. راپورونه وايي برید د همجنس بازانو په یو کلب شوی او وروسته بریدګر هم د پولیسو لخوا په ځوابي ډزو کې وژل شوی دی. د امریکا په تاریخ کې دا د ډله ئیزې وژنې تر ټولو خونړۍ پېښه ده.