د لاسرسي ځای

تازه خبر

یوکراینۍ سندرغاړې جماله د يورو وېژن سندرو سیالي وګټله


یوکراینۍ سندرغاړې جماله
یوکراینۍ سندرغاړې جماله

دوه دېرش کلنه جماله، د کریمیا اوسېدونکې او په خټه تاتاره ده. هغه نن سهار وختي د يورو وېژن د یو شپېتمې سیالۍ ګټونکې اعلان شوه.

د جماله په زړه پورې سندره چې سر ليک يې د 1944 م کال و، پکې يادونه شوې وه چې څرنګه په دغه کال کې د شوروي اتحاد ډیکټاټور جوزف سټالن له هيواده د دې د ټول قام د ويستلو امر وکړ.

د یورو ویژن سندرو سیالي
د یورو ویژن سندرو سیالي

د سندرو په دې سيالۍ کې دويم مقام اسټرالیايي او دريم روسي سندرغاړو وګاټه. په دې سیالۍ کې، چې د سویډن په پلازمېنه سټاک هوم کې وشوې، ۲۶ سندر غاړي وروستي پړاو ته رسېدلې وو.

د سندرو دغه سيالي په اروپا، اسټريلیا، نیوزیلنډ، چین، امریکا او نورو هیوادونو کې شاوخوا ۲۰۰ ملیونه کسانو ولیدله.

د لومړي مقام تر ګټلو وروسته جمالې وویل چې په هر ځای کې سوله او مینه غواړي:

« زه پوهېږم چې تاسو د سولې او مینې سندرې وایئ، خو په حقیقت کې زه واقعا غواړم چې په نړۍ کې دې هرڅوک د مینې او سولې څخه برخمن وي. »

د یو کراین ولسمشر پیټرو پوروشینکو د جمالې سندره او د سندرو ویلو انداز حیرانونکي وبلل او ستاینه یې وکړه. دا دوهم ځل دی چې یوکراین د یورو ویژن په سیالیو کې لومړی مقام خپلوي. تر دې وړاندې په ۲۰۰۴ م کال کې هم یوکراین ددغو سیالیو اتل ګرځیدلی و.

دا چې جمالې سږکال د یورو ویژن سیالیو کې لومړی مقام وګټلو نو راروان کال به یوکراین د یورو ویژن سیالۍ کوربه هیواد وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG