د لاسرسي ځای

تازه خبر

په امریکا کې پر کلب برید، له ۱۰۰ زیات مړه او ژوبل


د امریکا په فلوریډا ایالت کې یو وسلوال تن په ډزو ۵۰ کسان وژلي او ۵۳ نور یې ژوبل کړي دي. راپورونه وايي برید د همجنس بازانو په یو کلب شوی او وروسته بریدګر هم د پولیسو لخوا په ځوابي ‌ډزو کې وژل شوی دی. د امریکا په تاریخ کې دا د ډله ئیزې وژنې تر ټولو خونړۍ پېښه ده.

د اورلنډو ښار پولیس وايي د پلس په نوم په کلب ترسره شوی برید یوه تروریستي هڅه وه. برید کونکی تر درېوو ساعتونو پورې لسګونه کسان برمته نیولي وو، چې بیا وروسته هغه هم په ډزو کې ووژل شو.

د پولیسو یو ځايي مشر جیري ډیمنګز وايي بریدګر په وسلو او چاودیدونکیو توکیو سنبال و. د بریدګر نوم عمر متین ښودل شوی او د رسنیو د راپورونو له مخې هغه یو افغان نژاده امریکایی و.

له پېښې وروسته خلک ویر کوي
له پېښې وروسته خلک ویر کوي

د امریکا رسنۍ همدارنګه خبر ورکوي چې برید کونکي د فلوریډا وسیدونکی و او له برید کولو وړاندې یې ۹۱۱ شمېرې ته زنګ وهلی و او د اسلامی دولت وسله والې ډلې سره یې خپل تړون اعلان کړی و. خو پولیس وايي دوی داسې شواهد نه دي موندلي چې ګواکې برید کونکي د اسلامي دولت وسله والې ډلې یا کومې بلې افراطي ډلې سره دې تړاو درلود.

د برید ګر پلار ویلي داسې ښکاري چې زوی یې د همجنس پرستانو سره کرکه درلودله. ښاغلی صدیقي این بي سي تلویزون ته ویلي: « په دې کې د مذهب پورې هېڅ ډول تړاو نشته. »

نوموړي دا هم ویلي چې دوی په دې پېښه خواشیني دي او د امریکا د ټولو وګړو په شان ترهیدلي حالت کې دي.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د وینا پر مهال
د امریکا ولسمشر بارک اوباما د وینا پر مهال

د امریکا ولسمشر بارک اوباما مرکزي حکومت ته امر کړی چې د فلوریډا ایالت پولیسو سره دې په پلټنو کې مرسته وکړي. نوموړي له دې بریده وروسته په یوه خبري غونډه کې وویل:

« نن موږ امریکایان د یوې خونړۍ پېښې غم ژاړو. په لسګونو معصومه انسانان په دې پېښه کې ووژل شول. موږ د اغېزمنو شویو کورنیو لپاره دعا کوو څوک چې په ماتو زړونو ځواب غواړي. موږ د اورلینډو د خلکو تر شا ولاړ یو چا چې دغه پېښه لیدلې ده. د امریکایانو په حیث موږ په دې غم کې یو ځای یو. »

اوباما دا هم وویل چې ایف بي ايي د پېښې پلټنه کوي او حقایق به زر را څرګند شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG