د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جاپان وزیر اعظم له روسي ولسمشر سره ویني


د جاپان وزیراعظم شینزو ابې د روس له ولسمشر ولادمیر پوتین سره په ۲۰۱۳م کال په مسکو کې د لیدو مهال
د جاپان وزیراعظم شینزو ابې د روس له ولسمشر ولادمیر پوتین سره په ۲۰۱۳م کال په مسکو کې د لیدو مهال

د جاپان وزیراعظم شینزو ابې نن (جمعه) د تور سمندرګي په سېلګریزه سیمه سوچي کې د روس له ولسمشر ولادمیر پوتین سره د دوه اړخیزه تعلقاتو زیاتولو او د اوږد مهالې سیمه ایزې شخړې د ختمولو په موخه ویني.

د ټوکیو او ماسکو تر منځ اړیکې له لسیزو راهیسې د کوریل ټاپوګانو په سر د شخړې له امله اغېزمنې شوې دي. دغه جزیرې د دوېم نړیوال جنګ په پای کې شوروي ځواکونو و نیولې.

په دغو ټاپوګانو روانه شخړه د دې سبب ګرځېدلې چې په رسمي ډول د جګړې ختمولو لپاره جاپان او روس امن معاهده وکړي.

د پوتین بهرنۍ تګلارې مشر سلاکار یوري اوشاکوف وویل دا یوه پېچلې او څو اړخیزه مسله ده چې یواځې د دواړو هېوادونو تر منځ د ژورې همکارۍ او دواړو ته د منلووړپه صورت کې هوارېدای شي.

نوموړي وویل په دې معامله د سمدستي پرمختګ امکان کم دی خو ماسکو امید کوي چې له دې سره به په یو تعمیراتي ماحول کې دوه اړخیزه اړیکې جوړې کړل شي.

د دواړو هېوادونو ترمنځ له هغه وروسته هم ترینګلتیا لوړه شوه چې جاپان په دا نژدو کې له لوېدیځو هېوادونو سره پرروسیې د هاغه اقتصادي بندیزونو ملګرتیا کړې وه چې په اوکراین کې د تېري پرسر پرې لګول شوي ول.

جاپانۍ رسنۍ وايي، د امریکا ولسمشر براک اوباما د سږني کال په لومړیو کې ښاغلي ابې ته ویلي ول، اقتصادي بندیزونو په کتو چې لوېدیځ یې د مسکو ګوښه کېدو لپاره کوي، باید له پوتین سره لیدو ته ولاړ نه شي.

خو د ابې دریځ دا دی چې د اقتصادي بندیزونو باوجود اروپايي او امریکايي مشران له مسکو سره په رابطه کې دی نو دی به هم ورسره ویني.

پوتین تېره میاشت ابې وستایلی چې د خپلو ملګرو او پتېره د امریکا متحده ایالاتو له فشار سره سره یې سفر ته رضایت وښود.

کوریل ټاپو
کوریل ټاپو

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG