بېګا شپه د استانبول د اتاترک په هوايي ډګر کې ځان وژونکو بریدونو لږ تر لږه ۳۶ کسان وژلي او لسګونه نور یې ټپیان کړي دي.
د اروپا د ٢٠١٦م کال د فوټبال اتلوليو د سياليو په دوهم پړاو کې نن کوربه هېواد فرانسه له ايرلنډ، جرمني له سلواکيا او هنګري له بلجيم سره مسابقه کوي.
که څه هم ټولپوښتنه کې له اروپايي اتحاديې د وتلو غږ شوی خو د اتحاديې اوسنۍ تګلارې د دوو کلونو لپاره د بريتانيې په شمول پر ټولو ۲۸ غړو تطبيقيږي.
د بریتانیا وزیراعظم ډیوډ کېمرون په خپل هیواد کې د جون پر ۲۳مه د تر سره شوې ټول پوښتنې د پایلو تر راتګ وروسته له خپلې څوکۍ د استعفی اعلان وکړ.
دا وخت اروپايي اتحاديه ۲۸ غړي هېوادونه لري چې د خلکو ، توکو ، خدماتو او پيسو ازاد لېږد رالېږد پکې کيږي.
دا له هغه وروسته ده چې په برتانیا کې د جون پر ۲۳مه نېټه د تر سره شوې ټولپوښتنې نتیجې ښيي چې د هېواد اکثریت وګړو د ۲۸ غړو هېوادونو له اروپايي ټولنې د وتلو په حق کې رایې ورکړې دي.
د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازي په افغانستان کې د هند د شتون او نفوذ په اړه د پاکستان اندېښنه رد کړه.
په جهاني کچه، ترکییه د تر ټولو زیاتو کډوالو کوربتوب کوي، چې شمېر یې ۲.۵ میلیونه دی.
امريکايي چارواکیو رویټرز او اې ايف پي خبري اژانس ته ويلي چې په التاناف کې دبمباري په اړه ډېر زيات اندېښمن دي او دا مسله به له ماسکو سره را-اوچتوي.
موږ په خليج سيمه کې خپلو نړيوالو ايتلافيانو ته اړتيا لرو. ورسره زموږ نړيوال اروپايي ايتلافيان هم بايد د دې برخه شي ځکه چې موږ ټول په ګډه يو خوندې نړيواله ټولنه غواړو.
د افغانستان لپاره د پاکستان پخوانی سفير رستم شاه مومند وايي، د دواړو ملکونو تر مينځ دا ځل د تعميراتو په لړ کې يو بل په اعتماد کې د نه اخيستو له کبله شخړه رامخې ته شوې ده.
د امریکا په ګډون د نړۍ په ځینو نورو برخو کې د اورلېنډو په یوه نڅاځي کې د وژل شویو کسانو لپاره لمانځغونډې جوړې شوې دي.
نور وښیئ