ترکیه ټینګار کوي، مخکې له دې چې دغه الوتکه نسکوره کړي، په پنځو منټو کې یې لس واره روسۍ الوتکې ته خبرداری ورکړی وو.
نوموړي وويل چې د الوتکې ويشتل کېدل د داعش د وسله والو د ساتنې په مانا دي. ده زياته کړې چې تر دې پيښې وروسته د روس او ترکيې اړيکې زيانمنې شوې دي
د امريکا کمانډو ځواکونو ته د عابد نصیر په اړه ثبوتونه په ۲۰۱۱ کال په پاکستان کې د القاعده د پخواني مشر اسامه بن لادن د وژلو په عملياتو کې په لاس ورغلي ول.
ترکيه وايي روسۍ الوتکو يې ځکه وويشتله چې په پنځه منټو کې يې لس ځل خبرداری ورکړ خو بيا هم د ترکيې فضايي حدودو ته له ننوتلو منع نه شوه. روس بيا وايي چې دا د شا له خوا په چاړه وهل او يو جرم دی.
د روسیې دفاع وزارت وویل، غالباً اېس یو ۲۴ جنګي الوتکه ((له ځمکې د ډزو په نتیجه کې)) نسکوره کړل شوې ده.
د روسیې دفاع وزارت وايي، په شام کې یې یوه جنګي الوتکه پرېوتې ده.
د اتوار په ورځ خبریالانو ته د وینا په وخت د بیلجیم وزیراعظم چارلز میشل وویل چې «زموږ ویره دا ده، ښايي چې د پاریس غوندې دلته هم پر ګڼو ځایونو هم ـــ مهاله ډله بریدونو ترسره شي»
فرانس پريس خبري اژانس لیکي ، د پاکستان په شمالي برخو کې د چين په مرسته د ورېښمو د نوې لارې جوړولو چارې پيل شوي، خو د سيمې اوسيدونکي له دې خبرې چې دغه لار به دوی ته څه ګټې وروسوي، نه دي خبر.
د فرانس ولسمشر فرانسوا اولاند ویلي، په سرښار پاريس کې تېره شپه (جمعه) ناوخته د ترهګرۍ په پیښو کې ۱۲۷ کسان وژل شوي دي.
نړیوالو مشرانو د فرانسې په سرښار پاريس کې د تېرې ورځې د خونړیو بریدونو غندنه کړې ده چې پکې د فرانس د پولیسو په خبره تر ۱۲۰ زيات کسان وژل شوي دي.
د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولانډ ، وروسته له هغې د هیواد په لر بر کې بیړنی حالت اعلان کړ چې تېره شپه په پاریس کې په يو شمېر ترهګرو بریدونو کی لږتر لږه یو سل او شل کسان ووژل شول او لسګونه نور ژوبل شول.
دا پرله پسې درېيم کال دی چې له هغه راهيسې چې ولادمير پوټین د دريم ځل لپاره د روسيې ولسمشر شوی، د روسي وګړو امريکا ته د پناه وړلو درخواستونو شمېر مخ په زياتېدو دی.
نور وښیئ