د لاسرسي ځای

تازه خبر

شام کې د روسیې جنګي الوتکه رانسکوره کړل شوې ده


د روسیې دفاع وزارت وايي، په شام کې یې یوه جنګي الوتکه پرېوتې ده.

د دفاع وزارت نن وویل، غالباً اېس یو ۲۴ جنګي الوتکه ((له ځمکې د ډزو په نتیجه کې)) پرېوتې ده. د روسیې دفاع وزارت دا پخلی تر هغه لږ ساعت وروسته وکړ چې ترکیو رسنیو خبر ورکړ چې ترکیو جېټ الوتکو له شام سره پر پوله د هغه هېواد قامي فضايي حدودو سرغړونو په نتیجه کې یوه نامالومه جنګي الوتکه غورځولې ده.

د ترکیې پوځي چارواکي وايي، دوه ترکیو اېف ۱۶ الوتکو نن، یاد جنګي جېټ ته ۱۰ ځلې د فضايي حدودو خلاف ورزۍ خبرداری ورکړ او بیا یې وویشته. د روسیې دفاع وزارت دا خبره رد کړه چې ګواکې جنګي جېټ الوتکې د ترکیې فضايي حدودو سرغړونه کړې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG