د لاسرسي ځای

تازه خبر

فرانسوي ولسمشر ((داعش)) د پاريس د بريدونه مسوله ګرځولې


د فرانس ولسمشر فرانسوا اولاند ویلي، په سرښار پاريس کې تېره شپه (جمعه) ناوخته د ترهګرۍ په پیښو کې ۱۲۷ کسان وژل شوي دي.

د فرانس ولسمشر فرانسوا اولاند ویلي، په سرښار پاريس کې تېره شپه (جمعه) ناوخته د ترهګرۍ په پیښو کې ۱۲۷ کسان وژل شوي دي.

نن ولس ته په یو ټیلي ویژني وینا کې نوموړي دا بریدونه د فرانس پر ضد د جنګ اقدام وباله او زیاته يي کړه چې دا بریدونه د هیواد له بهر نه پلان شوي او منظم شوي وو او په هیواد کې دننه ورسره مرسته شوې.

نوموړي د بریدونو تور پر اسلامي دولت ( داعش) وسله والې ډلې لګولی دی. بلخوا اسلامي دولت وسله والې ډلې د دې بريدونو مسوليت منلی دی.

نوموړيپه هیواد کې د دریو ورځو د ماتم اعلان کړی او ویلي يې دي چې هغه به د نومبر پر ۱۶مه نېټه د پارلیمان یو غیرمعمولي غونډې ته وینا کوي.

د پيرس حکومتي څارنوال ويلي دي چې د ښار په شپږو ځايونو کې تر ۱۲۰ زيات کسان وژل شويدي.

نوموړی وايي اته بريدګر وژل شوي چې په کې اووو(۷) ځان په چاودېدونکو توکو سره الوځولی او د ده په خبره کېدای شي نور هم يو شمېر موجود وي.

وسله والو دغه کسان په يوه کنسرټ هال کې تر يرغمال کولو وروسته وژلي دي، ځنې کسان بيا په یوه ريستورانټ کې وژل شوي او ځنې بيا د فرانس د فټبال سټېډیم ته نږدې په ځانمرګيو بمي بريدونو کې وژل شوي.

د فرانسې چارواکو خلکو ته په کورونو کې دننه د اوسېدو غږ کړی او حکومت د هيواد ټولې پولې تړلي دي. شا و خوا ۱۵۰۰ فرانسوي پوځيان هم په پاريس کې ځای پرځای کړل شوي دي.

دغه بريدونه د فرانسې په تاریخ کې د ترهګرۍ تر ټولو بدترینې پیښې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG