د لاسرسي ځای

تازه خبر

" ترکيه د اسلامي دولت ډلې وسله والو ساتنه کوي"


د روس لومړی وزیر ديميتري ميدوېدېف
د روس لومړی وزیر ديميتري ميدوېدېف

نوموړي وويل چې د الوتکې ويشتل کېدل د داعش د وسله والو د ساتنې په مانا دي. ده زياته کړې چې تر دې پيښې وروسته د روس او ترکيې اړيکې زيانمنې شوې دي

د روسيې وزيراعظم ديميتري ميدوېدېف ترکيه تورنه کړې چې د اسلامي دولت وسله والې ډلې ساتنه کوي. نوموړي ويلي چې ځينې ترکي چارواکي په سوریا «شام» کې د داعش تر کنټرول لاندې کارخانو کې د تولېدونکو تيلو په خرڅلاو کې مستقيم لاس لري. ميدويدېف دا خبرې نن په يګاترين برګ کې تر هغه يوه ورځ وروسته وکړې چې د ترکيې هوايي ځواک د شام سره پر پوله يوه روسۍ جنګي الوتکه وويشتله.

نوموړي وويل چې د الوتکې ويشتل کېدل د داعش د وسله والو د ساتنې په مانا دي. ده زياته کړې چې تر دې پيښې وروسته د روس او ترکيې اړيکې زيانمنې شوې دي او خبرداری يې ورکړ چې نامالومه ګډې پروژې منسوخېدلای شي او ترکي کمپنۍ د روسيېې په بازار کې خپل مقام له لاسه ورکولای شي.

روسۍ جنګي الوتکه د سوریې او ترکیې له پولې سره وویشتل شوه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:14 0:00

بلخوا په فرانس کې د روس سفیرويلي چې پرون «سېشنبه» د ترکيې لخوا د روسۍ جنګي الوتکې تر ويشتلو وروسته په شام کې لادرکه شوی پايلټ موندل شوی او په دې هېواد کې د روسيې پوځي اډې ته رسول شوی دی.

روسي سفير الېګزاندر اورلو نن يورپ ون راډيو ته وويل چې پايلټ په دې بريالی شو چې ځان د شامي مشر بشارلا سد په ضد د جنګېدونکو ياغيانو له ولکې وباسي.

دا پايلټ د شام پوځ لاس ته ورغلی و. يو بل روسی پايلټ بيا پرون د ترکيې لخوا د الوتکې تر ويشتلو وروسته ووژل شو. انقره وايي دغه الوتکې د ترکيې د فضايي حدودو سرغړونه کړې وه خو ماسکو بيا ټينګار کوي چې د دوی الوتکه د شام په فضايي حدودو کې وه.

بلخوا د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین بیا ترکیه ګرمه کړه چې د الوتکې په ویشتلو سره یې د دوی په ملا کې چاړه ورمنډلې.

"ترکیې مو په ملا کې چاړه ومنډله"
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:53 0:00

نوموړي ویلي، د الوتکې نسکورول د ترهګرۍ ضد روانې جګړې له ټاکلي چوکاټه وتلې پېښه ده. خود،زموږ پوځ د ترهګرۍ پر وړاندې په ننګ سره جګړه پرمخ بیايي.

د ده په وینا، له ترهګرۍ سره د مرستې کولو لپاره په ننني برید سره زموږ په ملا کې چاړه ومنډل شوه.

ولسمشر پوتین ویلي «د ترکیې اېف ۱۶ الوتکې له هوا څخه هوا توغندي په مټ زموږ الوتکه د شام په حدودو کې نسکوره کړل شوې ده. الوتکه د ترکیې له پولې څلور کلومیټره لیرې د شام په حدودو کې لوېدلې ده. د برید پر وخت الوتکې د ۶۰۰۰ میټره په واټن کې بره الوت کاوه. د ترکیې له فضايي حریمه د یوه کلومیټر په واټن کې وه. زموږ الوتکې په هېڅ توګه د ترکیې جمهوریت ته ګواښ نه وو څېرمه کړي«

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG