د لاسرسي ځای

تازه خبر

د چین او پاکستان ترمنځ د ورېښمو نوې لاره جوړیږي


 ارشیف انځور
ارشیف انځور

فرانس پريس خبري اژانس لیکي ، د پاکستان په شمالي برخو کې د چين په مرسته د ورېښمو د نوې لارې جوړولو چارې پيل شوي، خو د سيمې اوسيدونکي له دې خبرې چې دغه لار به دوی ته څه ګټې وروسوي، نه دي خبر.

د چين ډاريوران په هغه هېواد کې جوړ شوي توکي د خنجراب درې له لارې پاکستان ته واردوي. له هغه ځايه يې بيا پاکستاني سوداګر د هغه هېواد بېلا بېلو برخو، حتی کراچۍ ته، چې شاوخوا ۲۰۰۰ کلومېټره لرې پريوځي، رسوي.

خو ليکنه وايي، دغه چينايي سامانونه به په راتلونکي کې ګوادر ته وړل کيږي. د ليکنې تر مخه، د پاکستان حکومت په دې وروستيو کې د ګوادر بندر انتظامي چارې د چين په لاس کې ورکړې، چې په ترڅ کې به يې دغه هېواد وکولای شي خپل توکي د مينځني ختيځ، افريقا او اروپا هېوادنو ته وروسوي.

ليکنه کاږي، د ورېښمو دغه لار له تېرو پينځو کلونو راهيسې د « سوست » ښارګوتي په جنوبي برخه کې د غر پرېوتو له وجې بنده شوې وه.

چين د خپلو کارګرانو په مرسته په سيمه کې د يوه تونل وېستلو په ترڅ کې دغه لار خلاصه کړه، چې پر دغه کار درې کلونه او ۲۷۵ ميليونه ډالر ولګېدل.

په ليکنه کې د سيمې د سوداګرو په حواله ويل شوي چې د تونل جوړېدا به د دوی تړل شوي روزګارونه بيا روان کړي او دا چې د پاکستان بېلا بېلو ښارونو ته د دوی رسيدګي به اسانه شي.

خو د سوست ښارګوټي يو اوسيدونکي علي، فرانس پريس اژانس ته ويلي ، دوی اندېښمن دي چې سيمه به يې بيا هم غريبه او وروسته پاتې وي. د ده په خبره، ددوی برخه به يوازې د تېرېدونکيو ټرکونو دوړې وي.

د سيمې يو بل سوداګر نورالدين بيا ويلي، چين د خپلو اقتصادي ګټو په لټه کې دی. ده زياته کړې، اسلام اباد په پام کې لري چې د سوست د کسټم نه په ميليونونو روپۍ تر لاسه کړي، خو د سيمې د اوسيدونکو د ژوند د ښه والي لپاره ښايي څه هم و نه کړي.

خو په ياده سيمه کې د ځايي حکومت يوه چارواکي، حافظ حفيظ الرحمان بيا اژانس ته ويلي چې د ورېښمو د نوې لار پروژه به د سيمې د خلکو لپاره د يوه ښه راتلونکي زيری له ځانه سره ولري.

ليکنه وايي، د ګلګت بلتستان ناټيکاوه سياسي او امنيتي حالات ښايي د ورېښمو د نوې لار پروژه اغېزمنه کړي.

د پاکستان حکومت د بابا جان په نوم د سيمې يو قام پرسته مشر له ۲۰۱۱ م کال راهيسې د ترهګرۍ په تور بندي کړی دی.

اخوا بيجنګ وايي چې له سينکيانګ صوبې څخه يې، چې يوغور مسلمانان پکې ژوند کوي، وسله وال پاکستاني سيمو ته پناه وړي، چې دغه دعوی بيا د ګلګت بلتستان ځايي چارواکي سمه بولي.

په ليکنه کې په ګلګت بلتستان کې د يوه فعال تن قربان له خولې زياته شوې چې ژوند يې د پاکستان حکومت او پوځ د پالېسيو له وجې په ټپه ولاړ دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG