وېلري اموس د جاپان په ټوکیو کې د ملګرو ملتونو له خوا یو جوړ شوي کنفرانس ته نن وویل چې اول لومړیتوب دا دی چې په تشدد کې راګیر خلک وژغورل شي.
د مشال راډيو د خبرونو مرکزي څانګه لیکي، د امریکا استخباراتي ادارې چارواکي وايي، دوی داسې باور لري چې په ختیز اوکراین کې مالېزیايي (ملاېشیايي) الوتکه روسیې پلویو بېلتونپالو ویشتلې ده.
د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیران د سې شنبې پر ورځ په برسلز کې غونډه کوي چې د اوکراین په ختیځ کې د مالېزیايي (ملاېشیايي) الوتکې تر پرېوتو وروسته پر روسیې د نورو بندیزونو د لګولو په اړه خبرې وکړي.
د فلسطین د روغتیا وزارت چارواکی اشرف القدرا وایي، په دیر البلاح ګاونډ کي د الاقسا د شهیدانو روغتون باندي ۱۲ ګولۍ لګیدلي دي. القدار وایي، ګولۍ د روغتون په ادارې ، د جدي مراقبت او جراحیو په څانګو لګیدلې دي. دی وایي، په دي حمله
په راغورځوېدلې الوتکه کې سپاره ټول کسان وژل شوي دي. په دې کې ۲۹۵ کسان سپاره ول چې پکې زیات شمېر هالینډیان دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي، واشنګټن ته داسې څه ثبوت په لاس نه دی ورغلی چې ګواکې روسیې په اوکراین کې له بېلتونپالو سره مرستې درولې دي.
د امریکا ولسمشر باراک اوباما د اسراییل او حماس ډلې ترمنځ د یوې اوونۍ سختې جګړې پای ته د رسولو په موخه د مصر د اوربند پلان ملاتړ کړی دی.
د تعليم مبارزې ملالې یوسفزۍ د ناېجیریا پر اسلامي وسله والې ډلې بوکو حرام غږ (ږغ) کړی دی چې د سکول تښتول شوې څه د پاسه ۲۰۰ ماشومانې دې خوشې کړي.
د فرانسې او امریکا ولسمشرانو د روسیې له ولسمشره غوښتنه کړې ده چې د اوکراین په ختیځ کې پر مسکو پلوه یاغیانو فشار راوړي چې له کیف سره خبرې وکړي.
د عراق پوځ وایي، د عراق او شام د اسلامي دولت چې ترخپلې ولکې لاندې سیمو کې یې خلافت اعلان کړی، ټولې سیمې او نړۍ ته ګواښ متوجه کړی دی.
له نن (۲۷م جون) څخه سل کاله وړاندې په نړۍ کې یوه پيښه د شل میلیونه انسانانو د وژل کیدو سبب شوه.
پوټین د وینا پر وخت وویل، په ختیځ اوکراین کې د حکومتي ځواکونو او روسي پلوه بېلتونپالو تر منځ جګړه باید پای ته ورسېږي.
نور وښیئ