د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر غزې د اسراییل بمباري، روغتون ویشتل شوی دی


اسراییلو د غزې په مرکزي برخه کي نن یو روغتون په ګولیو وویشته او لږ ترلږه څلور کسان په کي وژل شویدي.

د فلسطین د روغتیا وزارت چارواکی اشرف القدرا وایي، په دیر البلاح ګاونډ کي د الاقسا د شهیدانو روغتون باندي ۱۲ ګولۍ لګیدلي دي. القدار وایي، ګولۍ د روغتون په ادارې ، د جدي مراقبت او جراحیو په څانګو لګیدلې دي. دی وایي، په دي حمله کي شاوخوا ۶۰ کسان ټپیان شوي چې زیات شمیر یي روغتیایي کارکوونکي دي.

فلسطینی چارواکي وایي، په تیرو دوو اونیو کي په غزې تړانګې د اسراییلو د بمباریوله امله د فلسطینیانو د مړیو شمیر له پنځه سویو اوښتی او د جولاي له ۱۷مي یعنی له کومې ورځې چې اسراییلو ځمکنې عملیات پیل کړي، تراوسه ۲۶۸ تنه فلسطینیان وژل شوي دي.

چارواکو په داسي حال کي نن دا شمیر اعلان کړ چې اسراییلې ځواکونه په غزه کي ځمکنیو عملیاتو ته دوام ورکوي.

په دي شخړه کي تراوسه شل تنه اسراییلي پوځیان او ملکیان هم وژل شویدي. یوازی ۱۳ تنه اسراییلي عسکر د یکشنبې د ورځې جګړه کي ووژل شول او دوه تنه وژل شوي هغه امریکایي اتباع دي چې څو کاله وړاندي د اسراییلو له دفاعي ځواک سره یوځاي شوي وو.

د اسراییلو پوځ نن ادعا وکړه، له هغو دوو فلسطیني مبارزو ډلو سره په جګړه کي یي لږ ترلږه لس تنه وسله وال ووژل چې د غزې له شمال څخه په تونلونو کي اسراییلو ته اوښتي وو.

د حماس پوځې څانګه القسام لیوا وایي، وسله وال یي په شجاعیه ګاونډ کي د اسراییلي ځواکونو د یکشنبې د ورځې ډله ایزې وژنې په ځواب کي، اسراییلو ته ننوتل او د دښمن د لیکو ترشا یي عملیات وکړل.

القسام دغه راز ادعا کړي چې د یکشنبې د ورځې جګړه کي یي یو اسراییلی عسکر هم نیولی دی. حماس وایي، د عسکر نوم شاول آرون دی او د هغه د هویت کارت یي هم خبری رسنیو ته ښودلی دی. دوي د عسکرد ژوندي پاته کیدو کوم شواهد ندي ښودلي.

د اسراییلو پوځ د حماس دا ادعا تراوسه نده تائید کړي او وایي، په دي اړه غور کوي.

د اسراییلو دفاع وزیر موشي یالوون نن وویل، د غزې تړانګې عملیاتو ته به د اړتیا تر وخته دوام ورکړي.

له بلي خوا، د ملګرو ملتونو امنیت شوری په غزې تړانګه کي د مرګ ژوبلې په زیاتیدو خواشیني څرګنده کړه او د جګړې د بندیدو غږ یي وکړ.

امنیت شوری پرون وروسته له هغې غونډه وکړه چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کیمون په غزې تړانګه کي د اسراییلو په ډزو کي د زیات شمیر فلسطینیانو وژنه بيرحمانه عمل وباله.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري نن قاهرې ته ځې او د بحران په اړه به له مصري چارواکو سره خبرې وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG