د لاسرسي ځای

تازه خبر

داعش وسله والې ډلې اسلامي خلافت اعلان کړی


د عراق پوځ وایي، د عراق او شام د اسلامي دولت چې ترخپلې ولکې لاندې سیمو کې یې خلافت اعلان کړی، ټولې سیمې او نړۍ ته ګواښ متوجه کړی دی.

د عراق پوځ وایي، د عراق او شام د اسلامي دولت چې ترخپلې ولکې لاندې سیمو کې یې خلافت اعلان کړی، ټولې سیمې او نړۍ ته ګواښ متوجه کړی دی.

پوځ دغه راز وایي، چې د تکریت ښارد بیرته نیولو لپاره یې عملیات ګړندي کړي دي.

د عراق د پوځ ویاند قاسم اعطا وایي، سني وسله والو چې د عراق او سوریې د خاورې په لاندې کړیو سیمو کې یې خلافت اعلان کړی، نړۍ ته سترګواښ متوجه کړی دی.

اعطا رویټرز اژانس ته وویل، د عراق او شام د اسلامي دولت له خوا د خلافت اعلانول سیمې او نړۍ ته یو پیغام ورکوي او هغه دا چې دا ډله ټولو هېوادونو ته ګواښ بلل کېږي.

د عراق او شام د اسلامي دولت یا داعش د جون په ۲۹ د سوریې له شمالي حلب ښارنه نیولې د عراق تر دیالا ولایت پورې سیمه کې اسلامي خلافت اعلان کړ.

داعش د عراق د شمالي او لویدیځې برخې د ښارونو د نیولو په ترڅ کې د روانې میاشتې په پیل کې د عراق د پخواني واکمن صدام حسین پلرنی ټاټوبی تکریت هم ونیو خو د عراق پوځ وایي، چې د دې ښارد بیرته نیولو لپاره یې مځکني او هوایي عملیات ګړندي کړي دي.

عیني شاهدانو رویټرز ته د ښار پر ځینو برخو د عراق د هوایي ځواک د بمباري خبره کړې ده.

د عراق حکومت د دوشنبې پر ورځ وویل، چې د وسله والو پر ضد د جګړې د پیاوړي کېدو لپاره یې دوهم لاسي روسي ساخت سوخوی الوتکۍ له روسیې څخه رانیولې دي.

امنیتي چارواکو دغه راز وویل، چې نورې روسي جنګي الوتکۍ به هم ډیر ژر بغداد ته راورسیږي.

په عین حال کې د باجي ښارګوټي ته نژدې پرکورونو د عراق د هلکپټرو په برید کې د شپږو ملکېانو د وژل کېدو او له لسو زیاتو د ټپي کېدو راپورونه ورکول شوي دي.

د عراق د تیلو د تصفیې لوی تاسیسات هم په دې ښار کې موقعیت لري.

د عراق پر صدراعظم نوري المالکي کورنۍ او نړېوال فشارونه مخ په زیاتیدو دي چې د صدراعظمي له پسته لاس واخلي.

د المالکي ایتلاف د اپریل د دیرشمې په انتخاباتو کې د پارلمان ډیرې څوکۍ ګټلي خو تر اوسه د نوي حکومت په جوړولو کې پاتې راغلی دی.

په پام کې ده چې؛ د عراق پارلمان سبا د لومړي ځل لپاره غونډه وکړه.

د شوي توافق له مخې په عراق کې د وزیر اعظمې پست باید یوه شیعه، د ولسمشرۍ څوکۍ باید یوه کورد او د پارلمان مشري باید یوه سني ته وسپارل شي.

د هغو کسانو په ډله کې چې نومونه یې د وزیر اعظمۍ څوکۍ ته د غوره کېدو لپاره اخیستل کېږي، د عراق پخوانی مرستیال ولسمشرعادل عبدالمهدي، د مالکي د دفتر ریس طارق نجیم، د مالکي د ملي امنیت سلاکارفلح الفیاض، د وزیر اعظم پخوانی مرستیال احمد چلابي چې استخباراتي غلطو معلوماتو یې په ۲۰۰۳ کال امریکا پر عراق پوځي حملې ته وهڅوله، شامل دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG