د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي، واشنګټن ته داسې څه ثبوت په لاس نه دی ورغلی چې ګواکې روسیې په اوکراین کې له بېلتونپالو سره مرستې درولې دي.
د امریکا ولسمشر باراک اوباما د اسراییل او حماس ډلې ترمنځ د یوې اوونۍ سختې جګړې پای ته د رسولو په موخه د مصر د اوربند پلان ملاتړ کړی دی.
د تعليم مبارزې ملالې یوسفزۍ د ناېجیریا پر اسلامي وسله والې ډلې بوکو حرام غږ (ږغ) کړی دی چې د سکول تښتول شوې څه د پاسه ۲۰۰ ماشومانې دې خوشې کړي.
د فرانسې او امریکا ولسمشرانو د روسیې له ولسمشره غوښتنه کړې ده چې د اوکراین په ختیځ کې پر مسکو پلوه یاغیانو فشار راوړي چې له کیف سره خبرې وکړي.
د عراق پوځ وایي، د عراق او شام د اسلامي دولت چې ترخپلې ولکې لاندې سیمو کې یې خلافت اعلان کړی، ټولې سیمې او نړۍ ته ګواښ متوجه کړی دی.
له نن (۲۷م جون) څخه سل کاله وړاندې په نړۍ کې یوه پيښه د شل میلیونه انسانانو د وژل کیدو سبب شوه.
پوټین د وینا پر وخت وویل، په ختیځ اوکراین کې د حکومتي ځواکونو او روسي پلوه بېلتونپالو تر منځ جګړه باید پای ته ورسېږي.
د خبري اژانس اې اېف پي د رپورټ له مخې تر ټولو زيات خلک په شام کې بې کوره شوي دي.
د اوکراین لنډمهالی ولسمشر اولېکساندر تورشینوف وايي، بېګا په دونېڅک سیمه کې د بیلتونپالو ځواکونو په حمله کې ۱۳ سرتېري وژل شوي دي.
د دوشنبې (ګل) د ورځې له سهاره د ۴۱ څوکیو لپاره د رایې ورکولو عمل پیل شو. په دې کې د اترپردېش ۱۸، غربي بنګال ۱۷ او د بهار شپږ څوکۍ شاملې دي.
ولسمشر اوباما ویلي کېدای شي چې دا زړه ماتونکی اوقهرجن صورتحال به آخر نړۍواله ټولنه د بوکو حرام خلاف ګام پورته کولو ته چمتو کړي.
د اوکراين سرپرست ولسمشر الکساندر تورشينوف ويلي، روسيه د ده له هېواد سره د جګړې په حال کې ده او دا چې په ختيځ اوکراين کې له مسکو سره ځايي او ادارتي ملاتړ د دوی لپاره يوه غټه ستونزه ده.
نور وښیئ