د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بلوچستان کې داعش شتون لري؟


د کورنیو چارو وزیر وايي، په بلوچستان کې د اسلامي دولت وسله والې ډلې هېڅ وجود نشته.

په وروستیو کې په بلوچستان صوبه کې بیا بیا ترهګريزو بريدونو سلګونه کسانو ته مرګژوبله اړولې چې ذمه واري یې د اسلامي دولت وسله والې ډلې (داعش) په ګډون یو شمېر نورو وسله والو ډلو اخیستې ده. که څه هم په دعوو کې داعش ذمه واري منلې خو د بلوچستان کورنیو چارو وزير سرفراز بګتي د هغوی دغه دعوې جعلي بولي. بلکې زیاتوي چې په صوبه کې یې د دواړو ترهګريزو پېښو ذمه واري لشکر جنګوي العالمي پر غاړه اخیستې دي او بیا یې د اسلامي دولت وسله والي ډلي نوم کارولی دی. د بګټي په خبره دا ځکه، نړۍوالو ته وښيي چې دوی په بلوچستان کې شتون لري.

په کوټه کې خبر یال سيد علي شاه بیا وايي که څه هم بلوچستان کې د اسلامي دولت وسله والي ډلي افرادي شتون تر دا مهاله نه ترسترګو کېږي ، خو په زیاتوي چې پر ټولنیزو رسنیو فعاله ښکاري او پر ټويټر پاڼه د هغو ځانمرګیو بريدګرو عکسونه او ويډيوګانې خپروي چې د دوی په ادعا بریدونه یې ترسره کړي، خو تر دا مهاله له رسنيو سره د هغوی نېغه رابطه نشته.

د بلوچستان حکو مت يو بل چارواکي د ددغه صوبي د وزير اعلي ویاند انوار الحق کاکړ هم په ياده صوبه کی د نورو وسله والو ډلو شتون خو مني خو د اسلامي دولت وسله والي ډلي شتون ردوي او وايي

"ګوره لشکر جنګوي ، تحریک طالبان پاکستان او د افغان طالبانو سره سره په بلوچستان کي يو شمير وسله والي ډلي د ډيرو مودو نه خپل فعاليتونه کوي خو تر دا مهال د استخباراتي ادارو د راپورونو تر مخه اسلامي دولت وسله واله ډله په بلوچستان کي شتون نه لري."

دا چی د ترهګريزو فعاليتونو او د هغي د دعوو باوجود په خاصه توګه د بلوچستان حکومت او په عمومي د توګه د پاکستان وفاقي حکومت د اسلامي دولت وسله والي ډلي په پاکستان کې له موجودیته ولي ډډه کوي، د دې پوښتني په ځواب کي خبر یال کيا قادر بلوڅ دا نظر لري.

"ګوره دا مهال د قامي اېکشن پلان سره سره د وسله والو پر ضد د ضرب عضب عمليات روان دي که په دې وخت کې حکومت دا ومني چې داعش ډله په پاکستان کې شتون لري نو دا به د امنيتي او استخباراتي ادارو په مخ څپېړه وي، ځکه چې هغوی خو له دوو کالو دعوې کوي چي موږ هر ډول وسله وال له خپلې ځمکي ختم کړل، نو دا نوې ډله له کومه راغله، دا هغه لويه وجه ده چې حکومت په بلوچستان او د پاکستان په نورو برخو کې د داعش موجودګي نه مني."

انوارلحق کاکړ او سرفراز بګتي دواړو حکو متي چارواکو دا خو ومنل چي ترهګريزو پیښو سره د تړاو له وجې يې يو شمېر مشکوکه وسله وال نيولي دي، خو دا ردوي چې ګنې هغوی له داعش سره تړاو لري.

XS
SM
MD
LG