د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر اېم کیو ایم دفتر د سرتېرو چاپه


د اېم کیو اېم پر مرکزي دفتر د رېنجر سرتېرو چاپې مهال د ایم کیو ایم غړي هم نیول شوي
د اېم کیو اېم پر مرکزي دفتر د رېنجر سرتېرو چاپې مهال د ایم کیو ایم غړي هم نیول شوي

کرنل ظایر وايي اسې وسله ترلاسه کړې چې پاکستان ته یې پر راوړلو بندیز دی. کېدای شي دا وسله د ناټو له کنټېنرونو غلا شوې ويږ

د چارشنبې په سپېدو د کراچۍ ښار په عزیز اباد کې د رینجر ځواک سرتېرو د متحده قامي مومنټ «ایم کیو ایم ګوند» په مرکزي دفتر ناین زیرو چاپه وهلې او د دغه ګوند د رهنما عامر خان په ګډون یې د دې یو شمیر پلویان نیولي دي.

د رېنجرو ځواک چارواکي کرنل طاهر نن سهار خبري غونډې ته وویل په دغې دفتر کې د ځینو مشکوکو کسانو د شتون په خبر یې دغلته چاپه وهلې او دا په کراچۍ کې د روانو لټون د عملیاتو برخه ده. کرنل طاهر زیاته کړه امینتي ځواکونه واک لري چې د امنیت د ټېنګښت په موخه د ښار هرې برخې ته ولاړ شي.

«داسې وسله مو له دې ځایې نه ترلاسه کړه چې پاکستان ته د هغې په راوړلو بندیز دی. موږ به د دې پلټنې کوو چې دا وسله دلته څنګه راورسیدله، زما خیال دا دی چې دا وسله د نیټو له کنیټرونو څخه غلا شوې ده»

کرنل طاهر ترلاسه شوې وسله خبریالانو ته هم وښودله، نوموړي د نیول شویو کسانو شمیره ونه ښودله او زیاته یې کړه په نیول شویو کسانو کې پنځه یا شپږ هغه کسان شاملدي چې امنیتي ځواکونو ته انتهایي مطلوب و او په ضد یې مقدمې درج دي.

«عامر خان هم زموږ په ولکه کې دی، هغه کسان چې د هغوی د شتون په اطلاع موږ دلته دا چاپه وهلې، هغوی د عامر خان ملګري دي او له هغه به موږ پلټنې کوو چې دغو عناصرو ته یې ولې پناه ورکړې وه»

کرنل طاهر زیاته کړه د اېم کیو اېم ګوند د قامي یا صوبایي اسمبلۍ هېڅ یو غړی دوی نه دی نیولی، او په نیول شوو مشکوکو کسانو کې که په چا تور ثابت نشي نو تر ماښامه به یې خوشي کړي.

د اېم کیو اېم ګوند چارواکو د دې پېښې پر ضد نن احتجاج اعلان کړی دی. له دې اعلان وروسته د کراچۍ ښار په ځینو سیمو کې کاروبارونه او تعلیمي ادارې تړل شوې دي.

د اېم کیو اېم ګوند رهنما حیدر عباس رضوي له مشال رادیو سره په خبرو کې د رېنجر ځواک چاپه په سختو ټکو وغندله.

«دا افسوسناک او د غندنې وړ صورتحال دی، د پاکستان له درېیم لوي ګوند سره دا ډول سلوک ولې کیږي، موږ هم نه پوهیږو چې ددې وجه څه ده ؟ کومه وسله چې دوی خبریالانو ته ښودلې، دا ټوله لایسنس یافته ده، او دا وسله د ناین زیرو ساتنې لپاره ایښودل شوې او د دې ټول ریکارډ له پولیسو سره شته دی»

له چاپې وروسته د ایم کیو ایم ګوند ګڼ پلویان د خپل مرکزي دفتر ناین زیرو مخې ته ورغلل او احتجاج یې وکړ. پر دې مهال د نامالومه وسله والو په ډزو د ایم کیو ایم ګوند یو غړی ووژل شو او د سیمه ایز ټي وي چېنل اېکسپرېس نیوز یو کېمره چلونکی ژوبل شو.

د اېم کیو اېم ګوند پر مرکزي دفتر ناین زیرو د دې چاپې په ضد د سیند صوبې په نورو ښارونوحیدراباد، سکر، لطیف اباد او نورو ښارونو کې هم د دغه ګوند پلویانو احتجاجونه کړي دي.

د اېم کیو اېم له دفتره نیول شوې وسله، خبریالانو ته ښودل کېږي
د اېم کیو اېم له دفتره نیول شوې وسله، خبریالانو ته ښودل کېږي

د اېم کیو اېم له دفتره نیول شوې وسله، خبریالانو ته ښودل کېږي
د اېم کیو اېم له دفتره نیول شوې وسله، خبریالانو ته ښودل کېږي

XS
SM
MD
LG