د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان پر سر ولسمشر غني په کورني جنجال کېوت


کابل: د افغانستان ملي امنیت پخوانی مشر رحمت الله نبیل د هېواد دفاع او کورنیو چارو وزیرانو سره د یوې غونډې مهال
کابل: د افغانستان ملي امنیت پخوانی مشر رحمت الله نبیل د هېواد دفاع او کورنیو چارو وزیرانو سره د یوې غونډې مهال

؛پخوانی ولسمشر حامد کرزی ډیورنډ کرښه د برتانوي سلطنت یو تپل شوی ګام بولي، او ځکه افغانانو هم کله نه ده منلې.؛

له هغه یوه ورځ وروسته چې افغان او پاکستانيو مشرانو د افغانستان لسیزوــ زړې جګړې هواري لپاره پر همکارۍ هوکړه وکړه، ولسمشر اشرف غني په هېواد دننه له پاکستان سره د همکارۍ اړیکو رامنځ ته کولو پر هڅو له نوي کړکېچ سره مخامخ شوی دی.

د افغانستان ملي امنیت مشر رحمت الله نبیل، د دسمبر پر لسمه نېټه له خپلې دندې استعفا وکړه او تر دې یوه ورځ مخکې نوموړي پر خپل فېسبوک قهرېدلې لیکنه کړې وه چې پکې یې د افغانستان په اړه د اسیا زړه کنفرانس کې د ولسمشر غني پر ګډون خواشیني ښودلې وه.

؛دا اوس چې [وزیر اعظم ]نواز شریف [د اسیا زړه کنفرانس] کې وايي،"د افغانستان دښمنان د پاکستان دښمنان دي". دمګړۍ د کندهار په هوايي ډګر کې، د هلمند ولایت په خان نشین ولسوالۍ کې، په تخار او بدخشان کې زموږ بې ګناه هېوادوال وژل کېږي.؛ د نبیل لیکنه د دسمبر پر نهمه نېټه د وسله والو طالبانویولړ بریدونو ته اشاره وه چې ګڼ افغان ولسي وګړي پکې ووژل شول.

۴۵ کلن، نبیل، یو پخوانی مرستندویه کارکوونکی وو، چې د پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي له لوري اله دې ته څوکۍ ته لوړ شو چې په ۲۰۰۱م کال د طالبانو رژیم نسکور کړل شو. نوموړی په لومړی ځل په ۲۰۱۰م کال د ملي امنیت ریاست مشرتابه ته غوره شو، تر دې وړاندې نوموړي په کلونه د کرزي لپاره د ولسمشرۍ ځانګړو ځواکونو مشري کوله.

دی د اسدالله خالد پرځای د ملي امنیت مشر وګمارل شو، بیا دوه کاله وروسته په ۲۰۱۳م کال دغه څوکۍ ته بیا ـــ وګمارل شو. په ۲۰۱۴م کال د افغان ملي ګډ حکومت پر مهال پر خپله دنده پرېښودل شو، ان داچې د کرزي دورې ډېری لوړپوړي چارواکي له خپلو دندو هیسته کړل شول.

، د ملي امنیت مشر په تېرو نژدو میاشتو کې له ولسمشر غني سره سخت ناندري رامنځ ته شوي ول. د افغان ولسمشر ماڼۍ دننه سرچینې وايي، چې د ښاغلي نبیل اختلافات په تېرو څلور میاشتو کې زښته کړکېچن شول، چې کله طالبانو کندز ښار او د هېواد پراخې برخې تر ولکې لاندې راوستلې.

نبیل پر خپل فېسبوک لیکلي ول.

؛دا په [اسلام اباد] کې سره غالۍ چې زموږ پر وړاندې ویړه کړل شوې، دا د فېشنیانو له اداګانو ډک تګ دی، او د دې سور رنګ زموږ د یو زر بې ګناه ولسي وګړو له وینې اخیستل شوی دی.؛ د نبیل لیکنه، پظاهره اسلام اباد ته د ښاعلي غني پر تود هرکلي پسخند وهل وو، چېرته چې د هېواد پوځي او ولسي مشرتابه د هغه د هرکلي لپاره پر هوايي ډګر راټول ول.

د نبیل استعفا لیک ډېر سکښتی ښکاري.

؛له بده مرغه، په دا نژدو میاشتو کې، نه یوازې زما پر ځینو تګلارو سخت ناندری وو، بلکې ځینې محدودیتونه لګول شوي وو، چې زه باید څومره اندازه کار وکړم.؛ نبیل دغه څرګندونې پر خپل فېسبوک او ټویټر کښلې وې.؛ دې ټولو پر ما بې کچې فشار راوړ چې دا په پای کې پر دې واویښته چې تاسو [غني] له ما د استعفا کولو زباني غوښتنه وکړه.؛

دغه نیوکې ښکاري، د تېر په څېر د غني د ناکامه هڅو برخه وي چې پر افغان مشرتابه له پاکستان سره خپله همکاري ومني. وړاندې هم پرله پسې زیاتو نیوکو ولسمشر غني دې ته اړ کړ چې د پاکستان له استخباراتي ادارې ای اېس ای سره د افغان ملي امنیت ادارې استخباراتي معلوماتو شریکولو تړون له منځه یوسي.

پر اسلام اباد باور کولو ضد تر ټولو مخکښ غږ د پخواني ولسمشر حامد کرزي له لوري وشو، او ډېری افغانان تور لګوي چې پاکستان د طالبانو یاغیتوب پارولو ذمه وار دی.

پخواني ولسمشر کرزي د ښاغلي غني پر هغو څرګندونو هم نیوکې وکړې چې د پاکستان قبایلي سیمې لسګونه زره پښتانه وګړي یې پاکستاني کډوال بللي ول. دغه کډوال د ۲۰۱۴م کال د جون میاستې راهیسې په افغانستان کې دېره دي.

افغان ولسمشر اشرف غني د دسمبر پر نهمه نېټه د اسیاء زړه کنفرانس کې ویلي ول، چې ؛له بده مرغه په پاکستان کې اوسنیو پېښو نژدې له ۳۵۰،۰۰۰ تر۵۰۰،۰۰۰پاکستاني کډوال اړ کړل چې د دوی خاورې ته پناه یوسي.

د نوموړي اشاره ترډېره د شمالي وزیرستان وزیرو کډوالو ته وه چې په ۲۰۱۴م کال د پاکستانیو پوځي عملیاتو ضرب عضب له کبله یې د افغانستان خوست او پکتیکا ته کډې وړې دي.

د کرزي پر رسمي فېسبوک پاڼه راغلي: ؛ده [کرزي] د غني څرګندونې په کلکو ټکیو رد کړې چې وزیرستانیان یې پاکستانیان وبلل؛. حامد کرزي زیاته کړې چې وزیرستانیانو خپل کورونه او جایدادونه د پاکستانیو جنګي الوتکو او پوځيانو په عملیاتو کې له لاسه ورکړل. دې عملیاتو دوی اړ کړل چې د ډیورنډ کرښې پورې غاړه افغان پلو ته کډه شي.دوی په ریښتیا له یوه کوره بل کور ته کډه شوي دي.؛

کرزی ډیورنډ کرښه د نړیوالې پولې په توګه نه مني. دغه ۲۵ سوه کلیومیټره پوله په ۱۹مه پېړۍ کې د افغان پاچا او بریتانوي هند واکمنو ترمنځ کښل شوې وه چې اوس د افغانستان او پاکستان ترمنځ تېرېږي. کابل دغه کرښه د نړیوال سرحد په توګه نه مني ځکه چې له دې څخه نژدې ۵۰ میلیون پښتانه په دوو هېوادونو کې وېشل شوي دي.

نژدې ۳۵ میلیون پښتانه د ډیورنډ کرښې ختیځ پلو [پاکستان] ته مېشت دي، چې د دغه هېواد دویم لوی قام دی، لویدیځه غاړه ته نژدې ۱۵ میلیونه پښتانه مېشت دي چې د افغانستان تر ټولو لوی ولس ګڼل کېږي.

بیانیه وايي، ؛پخوانی ولسمشر حامد کرزی ډیورنډ کرښه د برتانوي سلطنت یو تپل شوی ګام بولي، او ځکه افغانانو هم کله نه ده منلې.؛

دغه مسلې له هغه راهیسې چې په ۱۹۴۷م کال پاکستان جوړ شوی د دواړو هېوداونو خپلمنځي اړیکې ناکراره کړې دي. د کرزي اوسنۍ څرګندونې ښايي له اسلام اباد سره د جوړجاړي لپاره د غني تاندې هڅې نورې پېچلې کړي.

راپور: ابوبکر صدیق

ژباړه: قاسم خان مندوخېل

XS
SM
MD
LG