د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغان سولې بهیر څارلو لپاره د څلورو هیوادونو جرګګۍ جوړېږي


سرتاج عزیز ویلي چې پاکستان ، افغانستان ، چین او امریکا پر دې سلا شوي دي چې په افغانستان کې به له وسله والو طالبانو سره د خبرو اترو بهیر بیا پیلولو لپاره د لارو چارو سنجولو ته لومړیتوب ورکوي.

اسلام اباد: پاکستان وايي ، په افغانستان کې د روغې جوړې لپاره د امن پروسې هڅو څارلو لپاره یو داسې جرګګۍ جوړېږي چې پاکستان ، افغانستان ، چین او د امریکا استازي به پکې شامل وي.

دا خبره په امنیتي او بهرنیو چارو کې د پاکستاني وزیراعظم سلاکار سرتاج عزیز د جمعې په ورځ ناوخته د پاکستان قومي اسمبلۍ ته په وینا کې کړېده.

سرتاج عزیز ویلي چې پاکستان ، افغانستان ، چین او امریکا پر دې سلا شوي دي چې په افغانستان کې به له وسله والو طالبانو سره د خبرو اترو بهیر بیا پیلولو لپاره د لارو چارو سنجولو ته لومړیتوب ورکوي.

سرتاج عزیز ویلي چې په افغانستان کې د امن او کرارۍ یوازېنۍ لاره خبرې اترې دي.

نوموړي ویلي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو په اړه څه ویل به تر وخت له مخه خبره وي خو د سلا مشورو بهیر به ډېر ژر پیل شي.

سرتاج عزیز هیله ښودلې چې د افغان ولسمشر اشرف غني له سفر سره به د افغانستان او پاکستان په اړیکو کې ښه والی راشي.

د افغانستان حکومت په دې وروستیو کې دا دریځ خپل کړی دی چې پاکستان باید دوی ته سیمه ییز او نړویال ضامنان ورکړي.

خبریال او شننونکی طاهر خان وايي ، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د باور پر ځای کولو لپاره امریکا او چین ښه ضامنان دي.

طاهر خان زیاته کړه چې ښايي په راتلونکو ورځو کې د دې هیوادونو استازي اسلام اباد ته ولاړ شي او په دې اړه سلا مشورې وکړي چې دا څلور هیوادي کمېټۍ باید څنګه کار وکړي.

دا له هغه وروسته ده چې افغانستان په اسلام اباد کې د اسیا زړه نومي کنفرانس پر مهال پر دې سلا شو چې له وسله والو طالبانو سره به د خبرو اترو لړۍ بیا پیل کړي.

په دې اړه د رابعه اکرم خان رپوټ دلته واورئ

د افغان سولې بهیر څارلو لپاره د څلورو هیوادونو جرګګۍ جوړېږي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:43 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG