۔د هند وېش «تقسيم» پر وخت د انګريز خلاف که توده مبارزه وه اوکه سياسي، پښتنو تر هرچا ډېره سرښندنه کړې خو ګټه کانګرېس او مسلم ليګ يوړه،
د قبايلی سيمو د تعلیم محکمي پخوانی مشر هاشم خان وايي، چې حکومت په قبايلي سيمو کې د مذهبي مدرسو او د نصاب د څار هېڅ نظام نه لري.
د لنډي کوتل ولسن وزیر ته دا جایزه د قبایلي سیمو لږکیو خېر ښېګړې لپاره له تېرو شلو کالو راهیسې د خدمت پر سر د راتلونکې د ۲۰۱۵م کال پر۲۳م مارچ ورکړل شي.
د پاکستان د جميعت علما اسلام (فضل الرحمان ډلې) د سند صوبې د جنرل سېکرټري (عمومي منشي) ډاکټر خالد محمود سومرو تر وژنې وروسته د داخلي سند په ځينو سيمو کې کاروبارونه او تعليمي ادارې تړل شوي دي. پوليس چارواکو مشال راډيو ته ويلي چې خالد سومرو نن د سکر ضلعې په يوه مدرسه کې د سهار تر لمانځه ادا کولو وروسته له مدرسې څخه راوتلی وو چې وسلوالو پرې ډزې وکړې. نوموړی په ياده سيمه کې د پېغام امن په نامه کانفرنس کې د ګډون لپاره تللی وو. د ياد ګوند مشر مولانه فضل الرحان له مشال راډيو سره په خبرو کې ويلي، کېدی شي پر دوی باندې بريدونه له دې وجې کيږي چې دوی د ټوپک راپورته کولو پرځای پرامنه سياست کول غواړي. ياده دی وي چې د جميعت علما اسلام (ف) ډلې پر مشر مولانا فضل الرحمان هم تېره مياشت د بلوچستان په کوټه ښار کې ځانمرګی بريد شوی و چې نوموړی روغ ترې وتل و خو يو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه. د جميعت عملما اسلام مشر مولانا فضل الرحمان د مولانا خالد محمود سومرو وژنه غندلې او وايي چي نن به يې ګوند په دې اړه يوه رسمي تګلاره اعلان کړي. له نوموړي سره عبدالحي کاکړ مرکه کړې او په سر کې يې د ده غبرګون پوښتل دی: له مولانا فضل ارحمان سره مرکه
ریاستي ناکامي دا ده چې مدرسې په تېره بيا د غير درج شوو مدرسو شمېر په ډېره تيزۍ سره مخ په زياتېدو دی چې حکومت ورباندې هېڅ ډول نظر نه ساتي بلکې په دې خوشاله وي چې سترګي پر پټې کړي.
'د سیند حکومت ته خواست کوم چې د داسې خلکو پر ضد اقدامات وکړي، چې له باجوړه دلته ماشومان راولي او بیا ورسره دا ډول سلوک کوي'
د ډاکتر علیمي خاطرې نن هم ځکه ارزښت لري چې اوس هم د وسله والو په لیکو کې شامل ځوانان په افغانستان او پاکستان کې په بریدونو او جګړو اخته دي. له ډاکتر نادر علیمي سره له دې مرکې په جګړه کې د ښکېلو وسله والو د نفسیاتي یا رواني کیفیت اندازه لګول کېدای شي.
په افغانستان کې د نفسیاتي (رواني) ناروغیو ډاکتر نادر علیمي له تېرو ۲۷ کلونو راهیسې په مزار شریف کې د ناروغانو درملنه کوي. ده له مشال راډیو سره په یوې ځانګړې مرکې کې د هغو وختونو یاد تازه کړ چې کله یې د هغو افغان وسله والو طالبانو علاج کاوه چې په رواني ناروغیو اخته ول.
د ډيلي د فاتحانو لمسيانې د ډيلوالو په کوڅه کې په يوه تورتم کوډله کې پرتې دي،ډيلې وال يې تماشې ته راټول شوي دي، او ټول د باجوړ د جينکو په دې حال په زړه زړه کې اوښکې تويوي.
د تاریخي پېښور ښار لرغونې بالاحصار کلا د پخوانیو پښتنو افغانانو واکمنو او هم د مغولو، سیکانو او انګرېزانو لخوا کارول شوې. دې کلا تاریخ څومره زوړ دی. په تاریخ پاڼه خپرونه کې به یې واورو. د دې خپرونې کوربه خالد خان دی.
' د پاکستان ډیموکراټیک حکومتونه، عدالتونه، پارلېمان او نورې جمهوري ادارې او اشخاص ځکه کمزوري دي چې پوځ په هغه هېواد کې د موثر ډیموکراټیک بهیر مخه نیولې ده.'
د جماعت اسلامي پخواني مشر سید منور حسن د شنبې په ورځ په لاهور کې د خپل ګوند غونډې ته وویل ، دی دا خبره په ډاګه کوي چې تر څو په ټولنه کې قتال في سبیل الله او جهاد في سبیل الله نه وي عام شوی تر هغه وخته اوسنۍ ستونزې نه شي هوارېدای.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته