د جهان اباد په یوه غره کې پر یوه لوی کاڼي د بودا یوه مجسمه کښل شوې ده. په دې کې بودا د مراقبې په حال کې ښودل شوی دی. له پیړیو راهیسې بودایان او د فن او هنر مینان د دې مجسمې د زیارت لپاره وراتلل
د پاکستان پخواني پوځي واکمن پروېز مشرف ویلي، په افغانستان کې جنګېدونکي طالبان پښتانه ول او پېژندګلو ورته پاکستان ورکړې وه. تېره ورځ د پاکستان ځوانانو پارلېمان په نامه د یوې ټولنې غونډې ته د وینا پر وخت مشرف ویلي ول، دا د پاکستان تېروتنه وه چې په افغانستان کې یې د طالبانو رژیم په رسمیت وپېژنده. د نوموړي د څرګندونو په اړه پامیر ساحل په امریکا کې د سیاسي چارو له پوه ډاکتر محمد تقي سره خبرې کړې دي او له ده یې پوښتنه کړې ده چې د پخواني جنرال پروېز مشرف دا خبره څنګه تعبیروي چې په افغانستان کې جنګېدونکي طالبان پښتانه دي او شناخت ورته پاکستان ورکړی؟
د ازادۍ راډيو خبریال حامد مومند سره مرکه چې د لندن کنفرانس پوښښ ته تللی دی.
د لندن کنفرانس د افغانستان په اړه یوه پراخه اجنډا لري، چې پکې نوی افغان حکمت به د خپلو هغو اصلاحاتو په اړه چې د اداري فساد مخنیوي او د اقتصادي ودې او پرمختیا په لړ کې یې کړې دي، نړۍوالې ټولنې ته بیان کړي.
لیکوال احمد رشید لیکي، القاعده د لیرې دښمن یعني امريکا او اسلامي دولت وسله ډله بيا د نږدې دښمن یعني پر عربو هېوادونه باندي په قهر ده.
په داسې حال کې چې ناټو په افغانستان کې خپل پوځي ماموریت پای ته رسوي اوس دا تړون غواړي بیرته د روسيي لور ته خپله توجه زیاته کړي.
په سروه نننۍ خپرونه کې راسره له لندنه خبریاله زرغونه کارګر مېلمنه ده. زرغونه له بي بي سي راډيو سره کار کوي. نوموړې یوه لیکواله، او د بي بي سي راډيو د ګڼو پروګرامونو کوربنه هم پاتې شوې. هغه په کابل کې زوکړې او په پېښور کې یې د ژورنالزم زده کړې کړې دي. په ۲۰۰۱م کال بریتانیا ته ولاړه. مخکې یې د ځوانانو لپاره د بي بي سي په یوه ورکشاپ کې مسلکي روزنیزه زدکړې ترلاسه کړې وې، چې وروسته بیا په لندن کې د بي بي سي پښتو او دري پروګرامونو پروډیوسره او وړاندېکونکې «پریزېنټره» شوه. زرغونه د ښځو لپاره د یوه ځانګري پروګرام د کوربه توب پرته د ښځو لپاره د یو کتاب ډيېر زري «ګرانۍ زرۍ« لیکواله هم ده. دغه کتاب په مختلفو ژبو کې چاپ شوی دی. پروسږ کال هغې د ګرل رایزینګ «نجونه پرمختګ کوي» په نامه د نجونو تعلیم په باب یو دستاویزي پروګرام هم جوړ کړی وو. سږ کال یې د وار وډوز اف افغانستان « د افغانستان جګړې کونډې» په اړه یوه دستاویزي فلم جوړ کړی دی. د سروه خپرونې کوربنه ملیحه امیرزاده ده.
د پاکستاني وزيرعظم سلاکار سرتاج عزيز وايې د پاکستان له زمکې په کشمير کې د وسلوالو عمليات تقريبا ختم دي خو د ده په خبره د کشمير دننه چې څوک د خپلو حقونو لپاره جنګ کوي نو ظاهره خبره ده دا د هغوي خپل حق دی. پاکستان وايې له هند سره د مزاکراتو شورو کولو امکانات په نظر نه راځي له مشال راډيو سره په خپلو خبرو کې د وزيرعظم سلاکار سرتاج عزيز ويلي دي چې د مزاکراتو پروسه هندوستان درولې او هم دوي به يي شورو کوي . هنددوستان له پاکستان سره د سکټريانو په کچه د مزاکراتو د ځنډولو پريکړه روستو له هغې وکړه چې د پاکستان هايې کمشنر له کشميري رهنما شبير شا سره ملاقات وکړو خو سرتاج عزيز وايې دا لومړې ځل نه دی چې د پاکستان چارواکو له کشميريانو سره ملاقات کړی ، زموږ همکار اسرار عالم مومند له سرتاج څخه ړومبۍ پوښتنه دا کړې چې هندوستان تل دا تورونه لګوي چې تر څو پاکستان د دوي خلاف د وسلوالو ډلو ملاتړ نه وي پريښودی نو تر هغې ګټه خبرې نه شي کيدی نو پوښتنه دا ده چې آيا پاکستان په خپلو پالسېو کې د بدلون راوستو څه اراده لري او که نه ؟
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته