د ملي لوبډلې مشر روزونکي انډرې مولز رسنیو ته وویل چې، له پوره ارزونې او اوږدو بحثونو څخه وروسته یې د ملي لوبډلې لیسټ اعلان کړ.
د ولسمشر فرمان چې په یو شمیر ټولنیزو رسنیو کې خپور شوی؛ د اجراییه رییس صلاحیتونه ښودل شوي دي.
پوښتنه دا ده چې ایا نړیوال پوځي ماموریت په تېره څه د پاسه یوه لسیزه کې خپلې موخې تر لاسه کړې او که نه؟
د ننګرهار د زېتونو فابريکه چې دوه کاله وړاندې په نسبي ډول ورغول شوه، د پروسږ کال په پرتله يې حاصلات زیات شوي دي.
"دا پوځ نوې وژونکې ډلې جوړوي او زاړې وژني، او ترڅو چې روڼ اندي [روښنفکره] خلک یو موټي شوي نه وي نو هم دا ډول به ژاړو"
د پېښور د ماشومانو ميندې چې کله ژاړي نو لکه چې ټول جهان ژړوي , دا لکه د پښتنو کربلا وه,د چا اوښکې نه ودرېږي او د چا زوړونه نه صبرېږي.
د سياسي چارو کارپوه حسن عسکرۍ وايي چې د پوځي عدالتونو چې کومه فيصله شويده نو دا د سياسي ادارو ناکامي يا کمزورۍ طرف ته اشاره ده
د پاکستان وزیر اعظم نواز شریف په هېواد کې د روانې ترهګرۍ مخنیوي لپاره په پارلمان کې د استازو ګوندونو له غونډې وروسته خپل ولس ته په وینا کې وویل، چې د بې کوره کړل شوو کډوالو زغرده ستنېدلو او بیا ابادولو لپاره به ګامونه اخیستل کېږي. په فاټا کې به انتظامي اصلاحات او پرمختیايي بوخیتاوې پراخېږي. خو پوښتنه دا ده چې دا اصلاحات څومره ممکن دي او پر وړاندې یې لوی خنډونه څه دي. دا او له دې سره تړلې نورې پوښتنې د مشال همکار ګل ایاز د عوامي نېشنل پارټۍ له یوه مرکزي مشر او سېنېټر افراسیاب خټک سره په یوه مرکه کې کړې
په پاکستان کې مدني ټولنیزې اتحادیې حکومت ته ځینې وړاندیزونه کړي چې د ترهګرۍ مخنیوي لپاره دې عملي ګامونه پورته کړي، د استخباراتي ادارو ترمینځ دې رابطې جوړې کړي او پر کرکه خوروونکو ویناګانو دې بندیز ولګول شي. د رابعه اکرم خان راپور
امتیاز علي وايي، د پاکستان په ګډون، ټولې نړۍ د ښوونځي پر ماشومانو دا برید وغانده او په پاکستان کې یې د وسله والو پر ضد د ګام اخیستو هوډ وښودل شو.
د پېښور په ارمي پبلک سکول باندي د پاکستاني طالبانو د هغه برید نه پس چي پکې د سلو نه زیات ماشومان ووژل شو ، د پاکستان سیاسي او پوځي مشر تابه واي چې دغه پېښي د
فلم ايکټر ريتيش دېشموک پر ټویټر ليکلي: »د انسانیت مرګ - نړۍ راپورته شه – دا د هغوی مسله نه ده، دا زموږ مسله ده، راځی چې يو شو»
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته