د ازادۍ راډيو خبریال حامد مومند سره مرکه چې د لندن کنفرانس پوښښ ته تللی دی.
د لندن کنفرانس د افغانستان په اړه یوه پراخه اجنډا لري، چې پکې نوی افغان حکمت به د خپلو هغو اصلاحاتو په اړه چې د اداري فساد مخنیوي او د اقتصادي ودې او پرمختیا په لړ کې یې کړې دي، نړۍوالې ټولنې ته بیان کړي.
لیکوال احمد رشید لیکي، القاعده د لیرې دښمن یعني امريکا او اسلامي دولت وسله ډله بيا د نږدې دښمن یعني پر عربو هېوادونه باندي په قهر ده.
په داسې حال کې چې ناټو په افغانستان کې خپل پوځي ماموریت پای ته رسوي اوس دا تړون غواړي بیرته د روسيي لور ته خپله توجه زیاته کړي.
په سروه نننۍ خپرونه کې راسره له لندنه خبریاله زرغونه کارګر مېلمنه ده. زرغونه له بي بي سي راډيو سره کار کوي. نوموړې یوه لیکواله، او د بي بي سي راډيو د ګڼو پروګرامونو کوربنه هم پاتې شوې. هغه په کابل کې زوکړې او په پېښور کې یې د ژورنالزم زده کړې کړې دي. په ۲۰۰۱م کال بریتانیا ته ولاړه. مخکې یې د ځوانانو لپاره د بي بي سي په یوه ورکشاپ کې مسلکي روزنیزه زدکړې ترلاسه کړې وې، چې وروسته بیا په لندن کې د بي بي سي پښتو او دري پروګرامونو پروډیوسره او وړاندېکونکې «پریزېنټره» شوه. زرغونه د ښځو لپاره د یوه ځانګري پروګرام د کوربه توب پرته د ښځو لپاره د یو کتاب ډيېر زري «ګرانۍ زرۍ« لیکواله هم ده. دغه کتاب په مختلفو ژبو کې چاپ شوی دی. پروسږ کال هغې د ګرل رایزینګ «نجونه پرمختګ کوي» په نامه د نجونو تعلیم په باب یو دستاویزي پروګرام هم جوړ کړی وو. سږ کال یې د وار وډوز اف افغانستان « د افغانستان جګړې کونډې» په اړه یوه دستاویزي فلم جوړ کړی دی. د سروه خپرونې کوربنه ملیحه امیرزاده ده.
د پاکستاني وزيرعظم سلاکار سرتاج عزيز وايې د پاکستان له زمکې په کشمير کې د وسلوالو عمليات تقريبا ختم دي خو د ده په خبره د کشمير دننه چې څوک د خپلو حقونو لپاره جنګ کوي نو ظاهره خبره ده دا د هغوي خپل حق دی. پاکستان وايې له هند سره د مزاکراتو شورو کولو امکانات په نظر نه راځي له مشال راډيو سره په خپلو خبرو کې د وزيرعظم سلاکار سرتاج عزيز ويلي دي چې د مزاکراتو پروسه هندوستان درولې او هم دوي به يي شورو کوي . هنددوستان له پاکستان سره د سکټريانو په کچه د مزاکراتو د ځنډولو پريکړه روستو له هغې وکړه چې د پاکستان هايې کمشنر له کشميري رهنما شبير شا سره ملاقات وکړو خو سرتاج عزيز وايې دا لومړې ځل نه دی چې د پاکستان چارواکو له کشميريانو سره ملاقات کړی ، زموږ همکار اسرار عالم مومند له سرتاج څخه ړومبۍ پوښتنه دا کړې چې هندوستان تل دا تورونه لګوي چې تر څو پاکستان د دوي خلاف د وسلوالو ډلو ملاتړ نه وي پريښودی نو تر هغې ګټه خبرې نه شي کيدی نو پوښتنه دا ده چې آيا پاکستان په خپلو پالسېو کې د بدلون راوستو څه اراده لري او که نه ؟
په افغانستان کی د ملګرو ملتونو سیاسي برخې مرستیال یومو موټو کندهار ته په خپل لومړنۍ سفر کي وويل، چي دلته د پاکستان د لاسوهني او د امنيت تامېندلو لپاره له اړوند و چارواکو سره خبرې کوي. هغه دغه څرګندونې د ولايتي چارواکو د هغه انتقادونو په ځواب کې وکړې، چې په ناامنيو کي يې د پاکستان د ښکلېتيا سره – سره د ملګرو ملتونو پر چوپتيا وکړې . له کندهاره د محمدصادق رښتینی راپور --
د اېچ ای وي مېکروب د وینې انتقال، د پېچکارۍ په ذریعه د نشه یي موادو له استعمال او له نامحفوظه جنسي اړیکو سره له یوه کسه بل هغه ته خپرېږي.
نن سېشنبه، د ډیسېمبر پر دویمه نېټه د لرې برې پښتونخوا په ګډون د پاکستان او افغانستان په ګډون د نړۍ په نورو برخو کې د پښتون ملي مبارز خان عبدالصمد خان اڅکزي ۴۱م تلین لمانځل کېږي. « عبدالصمد خان اڅکزی پر ۷م جولایي ۱۹۰۷ په ګلستان (بلوچستان) کې زېږېدلی او پر ۲م ډیسېمبر ۱۹۷۳ م کال په کوټه کې په بمونو ووژل شو. نوموړی ۶۶ کلن و او د پښتون افغان په تاریخ کې په سیاسي، صحافتي، علمي او ژبنیز تاریخ کې ځان ته ډېر لوړ مقام لري، چا چې د خپل ۶۶ کلن عُمر نیمه برخه یاني ۳۲ کاله په نظربندیو او زندانونو کې تېر کړي دي. » د مشال راډيو کرښې پر غاړه خپرونه کې د هغه پر ژوند، مبارزه او هلوځلو باندې په بلوچستان صوبه کې د منصوبه بندۍ او پرمختیا وزیر ډاکټر حامد خان اڅکزی چې د عبدالصمد خان اڅکزي زوی هم دی، راسره مل دی او د دې تر څنګ د پښتونخوا مپ یو مرکزي مشر رضا محمد رضا، او د خدای بخښلی اڅکزي د وخت او سیاسي مبارزې یو پخوانی ملګری او شاعر برملا خان برمول په دې خپرونه کې برخه لري. کوربه شاهین بونېری دی.
خان عبدالصمد خان اڅکزی د پښتون ملت پاله ګوند، پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر محمود خان اڅکزیي پلار وو چې نن پر دویم ډیسمبر یې ۴۱م تلین لمانځل کېږي.
د پښتنو د تاریخ کلتور، کاروبار او د جنګونو په اړه چې کله خبره کېږي نو د خېبر درې ذکر هم ورسره کېږي چې د منځنۍ اسیا ترمنځ د تګ راتګ لنډه لاره بلل کېږي. تاریخ پاڼه خپرونه کې د خېبر درې پر ارزښت غږېږو چې کوربه یې خالد خان دی.
۔د هند وېش «تقسيم» پر وخت د انګريز خلاف که توده مبارزه وه اوکه سياسي، پښتنو تر هرچا ډېره سرښندنه کړې خو ګټه کانګرېس او مسلم ليګ يوړه،
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته