امتیاز علي وايي، د پاکستان په ګډون، ټولې نړۍ د ښوونځي پر ماشومانو دا برید وغانده او په پاکستان کې یې د وسله والو پر ضد د ګام اخیستو هوډ وښودل شو.
د پېښور په ارمي پبلک سکول باندي د پاکستاني طالبانو د هغه برید نه پس چي پکې د سلو نه زیات ماشومان ووژل شو ، د پاکستان سیاسي او پوځي مشر تابه واي چې دغه پېښي د
فلم ايکټر ريتيش دېشموک پر ټویټر ليکلي: »د انسانیت مرګ - نړۍ راپورته شه – دا د هغوی مسله نه ده، دا زموږ مسله ده، راځی چې يو شو»
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د بلوچستان صوبايي مشر عثمان خان کاکړ وايي، د پاکستان پوځ دې افغانستان ته خبره نه بیايي، او په پاکستان کې دننه دې د وسله والو طالبانو پر ضد عملیات وکړي. د کاکړ په خبره ای اېس ای دې د وسله والو ملاتړ بند کړي. له عثمان کاکړ سره د مشال همکار خدای نور ناصر افغانستان ته د جنرال راحیل شریف د سفر په اړه مرکه کړې
په کابل، نوي ډيلي، انقره، احمد اباد،انقره، بارسلونا او سري نګر په ګډون ګڼو ښارونو کې ټولیزه دعاګانې وکړې او ډیوې یې بلې کړې وې. تر هندي ولکې لاندې کشمیر کې د پېښور وژل شوو ماشومانو لپاره د جنازې غایبانه لمونځونه وشول.
د عوامي نېشنل پارټۍ مشر اسفندیار ولي خان وايي، چې د پاکستان سیاسي مشرتابه په لومړي ځل د ترهګرۍ پر وړاندې په یوه خوله خپل عزم او ولوله وښودله. د مشال راډيو له همکار ګل ایاز سره په خپله ځانګړې مرکه کې نوموړي وویل، تر څو چې د پاکستان ریاست او د افغانستان ریاست په خپلو کې کښېنستي نه وي او د ترهګرۍ ستونزه یې په ګډه نه وي هواره کړې نو نه په پاکستان کې او نه په افغانستان کې امن راتلی شي. له اسفندیار خانه د مرکې په سر کې وپوښتل شول چې د پاکستان وزیراعظم نواز شریف په خپلو څرګندونو کې په لومړي وار د ښو او بدو طالبانو توپیر ختم کړی، دې نوي پرمختګ ته څنګه ګوري؟
محصل شهید شو، فارغ نه شو مور یې په چیغو چیغو ټول کړل کتابونه
د سېشنبې پر ورځ پر پېښور ښوونځي د وسله والو طالبانو د خونړي ترهګر برید پر مهال د شپږم ټولګي یو ماشوم زده کوونکي زېب د پېښې خپل لیدلي حال کې مشال راډيو ته وویل، چې بېګا ټوله شپه خوب نه ورتللو او وايي، چې لوی شي د خپلو وژل شوو ملګرو پور به اخلي.
انیس وايي، چې پوځیان راغلل ویل یې اله شابه له ټولګي ووځئ، بمونه الوځي. دی وايي، کوم پوځي چې موږ ته د وتو لاره ښودله خپله وویشتل شو. او احمد زیاتوي چې طالبان د چوکیدارانو په کالیو کې سکول ته ورننوتلي ول
د پاکستان پیپلز پارټۍ د خېبر پښتونخوا صوبايي اسمبلۍ غړې نګهت اورکزۍ د پېښور پر یوه ښوونځي ځانمرګي ډله ییز بریدونه پر ټول انسانیت حمله وبلله، او پر ټولو دیني عالمانو یې غږ وکړ چې په ترهګرۍ کې لاسلرونکي دې له اسلامه خارج اعلان کړي.
د جمعیت علماء اسلام ف ډلې ویاند جلیل جان وايي، د دوی ګوند په پېښور ښوونځي کې د وژل شوو او ټپي شوو لسګونه ماشومانو وژنه له انسانیته وتلی عمل بولي او په کلکه یې غندي. نوموړي له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، چې د بې ګناه ماشومانو وژل هېڅ د منلو نه دی.
د عوامي نېشنل ګوند یو مرکزي مشر او سېنېټر افراسیاب خټک د پېښور پر یوه ښوونځي د وسله والو طالبانو په برید کې د وژل شوو لسګونه ماشومانو د غمیزې په غبرګون کې له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، چې نور باید د پاکستان ریاست او په دغه هېواد کې ټول سیاسي ګوندونه د ترهګرۍ ضد یوه څرګنده تګلاره خپله کړي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته