د فیصل په وینا په چاودنه کې شپږ کسان وژل شوي او ۲۰ ڼور ټپیان دي. دنوموړي په وینا په وژل شوو کې څلور ملکیان ۱ پولیس او یو د کابل بانک ساتونکی دی
د افغانستان ميدان وردګو سيمه ييز چارواکي وايي، د دغه ولايت په بېلابېلو ولسواليو کې يې له تېرو دوو ورځو راهيسې د طالبانو پر ضد عمليات پيل کړي دي،
د جلال اباد ښار په سراج العمارت بڼ کې د تيرو دوه مياشتو راهيسې د هنر په نوم يو کانتينر په دې غرض ايښودل شوی چې پټ هنري استعدادونه راڅرګند کړي
د افغانستان د جمهوري ریاست راتلونکو انتخاباتو کې د کاندیدانو رسمې نوم لیکنې ته له چې اونیو زیات وخت نه دی پاته، لا هم هېڅ کاندید په رسمې ډول خپل نوم نه دی ثبت کړې.
د پکتيا اوسېدونکي وايي پرته دپيسو له ورکړې يې د ګردېز په محکمه او څارنواليو کې کار نه خلاصيږي، وايي قاضيان او څارنوالان خلکو ته د بډو اخيستو په خاطر وړې
په خوست کې که څه هم د مخدره توکو کر او کښت له څو کالونو راپدیخوا صفر شوی او خلک چرس یا کوکنار نه کري، خو د معتادینو او په نشو د روږ دو کسانو شمېر زیات شوی.
د فراه چارواکي وايي په بالابولوک ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو په یوه حمله کې پنځلس پولیس وژل شوي او لس تنه ټپیان دي.
پرون د چارشنبې په مازديګر د غزني په مرکز کې د ولايتي بيا رغوونې د ډلې يا پي ار ټي پر دفتر يوې ډلې ځانمرګو بريد کړی وو، چې پکې تر اوسه پورې۶۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د افغانستان د ختيځو ولايتونو قومي مشران، علماء کرام، جهادي قوماندانان، ولسي وګړي او په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو يو شمير استازي د چهارشنبې په ورځ په جلال اباد ښار کې يوه غونډه وکړه.
د افغانستان د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزیر روانه اونۍ په ایران کې د بې اسناده افغان کډوالو د ویزې د غځولو په هدف تهران ته سفر و کړي.
چارواکي وايي، د ميدان وردګو په بېلابېلو ولسواليو کې يې د طالب وسله والو پر ضد عمليات کړي دي، چې په خبره يې، ګڼو ته مرګ ژوبله اړولې.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته