د لاسرسي ځای

تازه خبر

د غزني په بريدونو کې۶۹تنو ته مرګ ژوبله اوښتې


پرون د چارشنبې په مازديګر د غزني په مرکز کې د ولايتي بيا رغوونې د ډلې يا پي ار ټي پر دفتر يوې ډلې ځانمرګو بريد کړی وو، چې پکې تر اوسه پورې ۶۹تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.د ژوبلو شويو او وژل شويو کسانو زياته برخه عام وګړي دي.


د ځانمرګو ډله ييز بريدونه پرون مازديګر څلور بجې، د غزني ښار په جنوبي برخه کې، د کابل کندهار لويې لارې ته څېرمه د پي ار ټي پر ودانۍ پيل شول، چې د ماښام تر اوو بجو يې دوام درلود.

په دغو بريدونو کې ټول ټال دوپنځوس تنه افغانان او لس بهرنيان ټپيان شوي او اووه نور وژل شوي دي.

چارواکي وايي، بريدونه پنځلسو تنو ځانمرګو بريدونو کوونکو کړي دي، چې په لومړي سر کې يې يو تن ځانمرګي خپل موټر د ودانۍ دېوال ته نږدې چوولی او پاتې نورو يې جګړه شروع کړې وه.

د غزني د ملکي روغتون رئيس ډاکټر باز محمد همت وايي، د پېښې له ځايه، دوی ته څلور دېرش تنه ټپيان او د يو ځانمرګي په ګډون د اتو تنو جسدونه ور وړل شوي دي.

دی وايي، په ټپي شويو کسانو کې پنځه پوليس او پاتې نور يې عام وګړي دي.

"ټول ټپيان چې يې موږ ته راوړي، تر اوسه پورې څلور دېرش نفره دي او مړي بيا د يو ځانمرګي په شمول اتو تنو ته رسېږي. په ټپي شويو کسانو کې پنځه پوليس او پاتې نور عام وګړي دي او په عامو وګړو کې بيا دوولس ماشومان دوه ښځې او نور سړي دي. همدارنګه په مړو کې څلور تنه پوليس او درې عام خلک دي."

خو د غزني مرستيال والي، محمد علي احمدي وايي، د بريد له امله ټول دوپنځوس تنه ژوبل شوي او اووه نور وژل شوي دي.

دی وايي، په بريد کې لس تنه بهرنيان هم ژوبل شوي، خو د بهرنيانو د مړو شويو کسانو شمېر ورته نه دی مالوم.

"د وروستيو مالوماتو په اساس تر اوسه پورې په بريدونو کې دو پنځوس تنه ټپيان شوي، چې څلرويشت تنه پکې ښځې او ماشومان دي. د پېښې په ځای کې د نجونو يو ښوونځي هم په بشپړه توګه ويجاړ شوی دی. په دې سربېره اووه تنه وژل شوي، چې څلور پکې د عامه ساتنې او چټک غبرګون پوليس دي او د بهرنيانو له خوا بيا لس تنه ژوبل شوي دي، خو د مړو په اړه يې موږ مالومات نه لرو."

احمدي وايي، بريدونه پنځلسو تنو ځانمرګو پيل کړي وو، چې د نښتې له پيل درې ساعته وروسته ټول ووژل شول.

د ځانمرګيو د دغه ډله ييزو بريدونو مسووليت وسله وال طالبان مني.
ذبيح الله مجاهد چې ځان د طالبانو وياند بولي، وايي، چې ملګرو يې په بريد کې لسګونه کورني او بهرني سرتېري وژلي دي.

دی دا نه مني، چې د دوی د بريدونو له امله دې، عام وګړو او ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې وي.
دوه ورځې وړاندې هم د طالبانو وياند پر همدغه دفتر، د همدغسې بريدونو ادعا کړې وه، چې وروسته يې تېروتنه وبلله.
XS
SM
MD
LG