د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان لاهم د ولسمشرۍ انتخاباتوته رسمي کانديد نه لري


د افغانستان د جمهوري ریاست راتلونکو انتخاباتو کې د کاندیدانو رسمې نوم لیکنې ته له چې اونیو زیات وخت نه دی پاته، لا هم هېڅ کاندید په رسمې ډول خپل نوم نه دی ثبت کړې.


واشنګټن پوست ورځپاڼې په وروستۍ ګڼې کې افغانستان لاهم د جمهوري ریاست د انتخاباتو لپاره رسمي کاندید نه لري، تر سرلیک لاندي یو مضمون خپور کړی او په یوې برخې کې یې راغلي


په داسې حال کې چې د افغانستان د جمهوري ریاست راتلونکو انتخاباتو کې د کاندیدانو رسمې نوم لیکنې ته له چې اونیو زیات وخت نه دی پاته، لا هم هېڅ کاندید په رسمې ډول خپل نوم نه دی ثبت کړې.

د افغانستان د انتخاباتو د قانون له مخې د جمهوري ریاست د کاندیدانو لیست باید د اکتوبر تر شپږمې پوري بشپړ شي او ډسمبر میاست کې به انتخاباتې سیالۍ پیل شي.

واشنګټن پوست لیکې: په روانې اوونۍ کې خلک د افغانستان د سیاسي او قومي ډلو او شخصیتونو غونډو ته هیله من وو چې یو واحد یا مشخص کاندید به ورڅخه راپورته شي.

ورځپاڼه لیکې: د افغانستان دوه زرو غښتلو کسانو وغوښتل چې د دوی په وینا، یو ستر ایتلاف جوړ کړي. خو لکه څنګه چې ولیدل شول د دوی په غونډو کې له یو څو تنو پخوانیو جګړه مارانو پرته نور څوک په کې پاته نه شول او هغه هیلې هم په اوبو لاهو شوې چې ګوندی تکنوکراتان او نوې څیرې به په دغو غونډو کې صحنې ته شي.

واشنګټن پوست ورځپاڼه وړاندې لیکې: د افغانانو د نورو غونډو په څير، په دي غونډې کې هم ګډونوال د بحثونو په نیمایې کې ټول پورته شول او په عجلې سره د ډوډۍ خوړولو میز ته لاړل.

ورځپاڼې د افغانستان د کورنیو چارو د پخواني وزیر علي احمد جلالې خبره راخیستي چې وایي، وضعه پیچلې او ګډه وډه ده، ټول پوهیږي چې د افغانستان سیاسي نظام باید بدل شي، د هیواد راتلونکې له خطر سره مخامخ ده ، خو تر اوسه د هیڅ کاندید نوم په رسمې ډول نه دې ذکر شوی.

واشنګټن پوست زیاتوي، له تخنیکې پلوه د انتخاباتو کارونه د خلکو له توقع پرته ډېر سم پر مخ روان دي. خو له سیاسي پلوه او په رسمې ډول د کاندیدانود نوم ثبتولو په کار کې یوه ستره خلا تر سترګو کېږي او دا اندیښنې یې پیداکړې چې دا انتخابات به هم د ۲۰۰۹ کال انتخاباتو په څیر شي او افغانستان به د بي باورۍ او بحران پر لور بوځي.

ورځپاڼه لیکې: د افغانستان لپاره انتخابات د مرګ او ژوند حیثیت لري او دا ځکه چې د ولسمشر حامد کرزي دوره ختمیږي او افغانستان د یوې نا معلومې سیاسي راتلونکې پر لور روان دی.

نیویارک تایمز ورځپاڼې په افغانستان کې د طالبانو د حملو د زیاتیدو له حمله د پولیسو او افغان ځواکونو د هوایې ملاتړ د غوښتنې د اړتیا مسله څیړلې او په یوې برخې کې یې لیکې:

د کابل ، هرات د لوې لاري په اوږدو کې افغان پولیس د وسله والو طالبانو له مقاومت سره مخامخ شول او فشار ور باندې دومره زیات شو چې مجبور شول له آیساف څخه د هوایې ملاتړ مرسته وغواړي.

ورځپاڼې د هرا ت د ولایتې شوری د رئیس خبرې هم راخیستي چې وایي، افغان پولیس قربانۍ ورکوي او طالبان هڅه کوي چې په اخر وخت کې خپل زور وښیې او بیرته کوچنۍ جبهه یې جګړې پیل کړي.
XS
SM
MD
LG