د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار:د امنيت او راتلونکو ټاکنو په اړه غونډه


د افغانستان د ختيځو ولايتونو قومي مشران، علماء کرام، جهادي قوماندانان، ولسي وګړي او په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو يو شمير استازي د چهارشنبې په ورځ په جلال اباد ښار کې يوه غونډه وکړه چې ويناوالو په کې په ولسونو غږ وکړو چې د امنيت په ساتلو او په راتلونکو ټاکنو کې فعاله ونډه واخلي.


په دې اړه نور حال د جلال اباد نه د مشال راډيو خبريال بازمحمد عابد په يوه ريپوټ کې راکوي.

دغه غونډه چې شمير زرګونو تنو ته رسيدو، د افغانستان په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي او جهادي قوماندان حاجي حضرت علي بللي ول.

د غونډې وياند ډاکټر خوشحال تسل و. نوموړي مشال راډيو ته وويل چې د غونډې له جوړيدو يې مقصد دا دی چې د ننګرهار ولسونه ته ووايي چې راتلونکو ټاکنو کې داسې چا ته رايه ورکړي چې د دوی ستونزو ته د حل لاره راوباسي.

(( دا چې په تيره اداره کې ډيرې ستونزې موجودې وې، په راتلونکي کې به د رڼو انتخاباتو له لارې، موږ څنګه کولای شو چې داسې يو زعيم وټاکو چې هغه د ټولو خلکو حقوقو ته درناوی ولرو او تش په وعدو باندې ولس ونه غولوي، د ولس د سولې لپاره، د امنيت لپاره او د سوکالۍ لپاره کار وکړي.))

په ولسی جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازی حاجي حضرت علي چې دغه غونډه يې بللې وه، وويل چې ولس او حکومت په دې نه دي توانيدلي چې په ګډه سره کار وکړي.

(( په هره لسوالۍ، په ښار کې، موږ نه بچي تښتول کيږي، په ولسواليو کې مشکلات زيات شوي، بې امنيتي زياته شوې او دې باندې موږ نه يو توانيدلي چې ټول ولس متوجه کړو چې په ګډه سره حکومت او ولس د ګران افغانستان په ساتلو کې خدمت وکړو.))

قومي مشر ډاکټر صديق مومند وويل چې اوس وخت راغلی دی چې قومونه او ولسونه سره يو شي او خپل هيواد له ستونزو راوباسي.

(( د ټولو ننګرهاريانو نه غوښتنه کوم چې کور په کور، قوم په قوم، ولس په ولس چې متحد شي، د بې امنيتۍ په اړه هم خپل اتفاق محفوظ کړي او د راتلوونکي ټاکنو به رابطه باندې او د دې ملک د واقعي سرنوشت په رابطه باندې ټول سره متحد شي. ځکه چې ننګرهار تر اوسه پورې په سياسي جرايمو کې نه دی ککړ، په امنيتي جرايمو کې نه دی ککړ که ککړ شوی له بهر نه ککړ شوی دی.))

په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي فريدون مومند په ولسونو غږ وکړ چې د رايې ورکولو کارتونه واخلي او داسې څوک وټاکي چې قام ته د خدمت کولو جوګه وي.

(( د رايو د کارتونو توزيع د انتخاباتو د خپلواک کميسيون له خو پيل شوې ده، موږ بايد خپل خلک دې خبرې ته تشويق کړو چې دغه کارت بايد واخلي او په هغه ورځ کې کله په دغه ملک کې انتخابات کيږي، خپل کارت استعمال کړي او خپل راتلوونکي ولسمشر وټاکي.))

په غونډې په اخر کې يو په پنځو مادو کې يو پريکړه ليک هم ولوستل شو چې په يوه ماده کې يې راغلي ول:

((موږ حق لرو چې راتلونکي ټاکنې مو شفافه وي او داسې يو مشر وټاکو چې مسلمان وي، سياسي درايت ولري، پر وطن مين وي، ملي ګټې په پام کې ونيسي،خلکو ته د سوله ييز ژوندشرايط برابر کړي او د هيواد د نورو ميشتو وګړو په څير د مشرقيوالو حقونه هم په پام کې ونيسي.))
XS
SM
MD
LG