د لاسرسي ځای

تازه خبر

“ایران کې د افغان کډوالو وېزې غځولو هڅه کوو”

ټاکل شوې ده د افغانستان د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزیر روانه اونۍ په ایران کې د بې اسناده افغان کډوالو د ویزې د غځولو په هدف تهران ته سفر و کړي.


د دې وزارت ویاند اسلام الدین جرات نن د چارشنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل، چې جماهیر انوري به په دې سفر کې له ایراني چارواکو سره په دې اړه خبري وکړي.


( د یو میلیون و څلور لکه کډوالو څخه چې اسناد نه لري، له څلور لکه تر شپږو لکو یې د وېزې موده د سنبلې میاشتې تر پینځلسمې پوره کېږي. انوري به په دې اړه له ایراني چارواکو سره خبري و کړي د دې کډوالو د وېزې د غځولو لپاره یې قانع کړي.)

د راپورونو له مخې، ایران ناقانونه افغان کډوالو ته د روانې سنبلې میاشتې تر پینځلسمې پوري له دې هیواد څخه د وتلو وخت ورکړی.
  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

XS
SM
MD
LG