د لاسرسي ځای

تازه خبر

کندهار کې ځانمرګی برید، اته وژل شوي، له ۲۰ زیات ژوبل


کندهار - د افغانستان په کندهار کې یوې ځان وژونکې حملې ۶ کسان ووژل او ۲۰ نور يي تپیان کړي دي.


دغه ځان وژونکې حمله دقیقا غرمه یوولس بجې په کندهار ښار کي د کابل بانک مخ ته رامنځ ته شول.

د کندهار د مطبوعاتي دفتر مسوول جاوید فیصل مشال راډیو ته وویل ځان وژونکی پلی وو او د کابل بانک د تلاشی پوستې ته يي نږدې په ځان پوري تړلو موادو ته چاودنه ورکړې.

د فیصل په وینا په چاودنه کې ۶ کسان وژل شوي او ۲۰ ڼور ټپیان دي. د نوموړي په وینا په وژل شوو کې څلور ملکیان یو پولیس او یو د کابل بانک ساتونکی دی او په ټپیانو کې هم ډېر ملکیان شامل دي.

((نن یوولس بجې د کابل بانک مخي ته په دا غورفه کې انتحاري ځان ته چاودنه ورکړې تر اوسه ۶ شهیدان او ۲۰ ټپیان لرو.))

خو د کندهار میرویس روغتون مسوولین وايي چې دوی ته د پیښي له ځای څخه ۸ مړي او ۲۶ ټپیان وړل شوي.

د ډاکټرانو په وینا په وژل شوو او ټپیانو کې ډېری ملکیان شامل دي.

بلخوا د پیښی عني شاهدان وايي چي دوی د کابل بانک څخه خپل معاشونه ترلاسه کول چي چاودنه وشوه.

((چاودنه ډیره زوره وره وه ټول خلک په وینو کې پراته وه ما ورسره پورته کړه د چا لاسونه نه وه د چا پښې نه وي دادي اوس يي هم غوښي په سړک پرتې دي.))

تر اوسه د دې حملې مسوولیت چا نه دی منلی.

دا په کندهار ښار کې تر دو میاشتو نسبي ارامۍ وروسته لومړي خونړۍ حمله ده.
XS
SM
MD
LG