د لاسرسي ځای

تازه خبر

پکتيا:په څارنوالۍ او محاکمه کې بې پيسو کار نه کيږي


د پکتيا اوسېدونکي وايي پرته دپيسو له ورکړې يې د ګردېز په محکمه او څارنواليو کې کار نه خلاصيږي، وايي قاضيان او څارنوالان خلکو ته د بډو اخيستو په خاطر وړې دوسيې په لوی لاس لويه وي او خلک مجبوروي چې په عادي مسله هم سلګونه زره افغانۍ ورکړي.


د پکتيا محاکمو او څارنواليو په مخ کې ولاړ خلک وايي چې د دوی دوسيې د بډو د نه ورکړې په صورت کې په مياشتو،مياشتو په يوه او بله بهانه د دې له پاره ځنډول کيږي چې خلک په تنګ شي، قاضي او يا هم څارنوال ته هغومره پيسې ورکړي څومره چې ترې غواړي، د پکتيا څو تنه هغه اوسېدونکي د محاکمو او څارنواليو په اړه راته وايي، چې دا مهال په زندان کې دي وايي چې په محاکمو او څارنواليو کې يې د بډو د ورکړې په خاطر دوسيې ځنډېدلې وې او چې پيسې يې نه دي ورکړې نو پرېکړه داسې شوې ده چې دوی بايد زندان ته لاړ شي او په زندان کې خپله ټاکل شوې موده تېره کړي :

” زه له وظيفې نه راغلی وم په رخصت باندې دلته يې په ما عريضه وکړه،ټکټ رخصت مې لاره ما په څارنوالي کې ورته وويل چې دا خو فرار د منزل دی، که زه په دې ورځ له قطعې غير حاضر وم بيا سمه ده که حاضر وم بيا نو دا خو له چوکۍ نه سوی استفاده ده،قاضيان پيسې خوري په لومړۍ محکمه کې مې برات اخيستی خو اوس يې قيد راکړی دی او پيسې غوښتې ما نه دي ورکړې ځکه دولس کاله بند راباندې ختلی دی “

دغه خلک وايي د پکتيا په زندان کې ډېر داسې کسان پراته دي چې پرته له کومه جرمه يې کلونه، کلونه د زندان د ننه وخت تېر کړی دی او د دوی په خبرو هغه څوک چې په جرمونو کې ښکېل وو د پيسو د ورکړې پر اساس اوس هم خلاص ګرځي او په نورو ورځنيو جرمنو کې لاس لري.

د خلکو په وينا که لوی، لوی مجرمين ، څارنوال يا قاضي ته د هغوی له غوښتنې سره سم بډې ورکړي ښايي له هر ډول ستونزې څخه خلاص شي او پر ځای يې څوک بې ګناه زندان ته واچوي.

د څارنوالۍ مخ ته ولاړ يو کس چې له ډېر وخت راهيسې يې په ګردېز ملکي څارنوالۍ کې دوسيه د بډو د ورکړې په موخه ځنډېدلې د نوم او غږ نه خپرېدو په شرط مشال راډيو ته وويل چې لومړی خو که په قومنداني کې پيسې ورکړې بيا نو مجال نه دی چې څارنوالي ته دې دوسيه راشي او که له هغه ځايه راشي نو بيا څارنوالي کې بايد سړی په لومړي سر کې خپل کار چې هرڅنګه وي خلاص کړي چې دوسيه محکمې ته لاړه نه شي او که هلته لاړه نو بيا يې په کمو پيسو د خلاصون طريقه ورکيږي.

دی وايي دا نظام دومره فاسد شوی چې له عسکره نيولې بيا تر کرزي پورې ټول د يوې کچې خلک دي، هرڅوک په خپل وس پړ دی، څارنوال ځانته روپۍ غواړي، عسکر ځانته، قاضي ځانته او هرڅوک ځانته لګيا دي، او د ولس وينه زبيښي او هېڅوک نشته چې سړی پرې په دې اداره کې باور وکړي.

په پکتيا کې د استناف محکمې مرستيال او د جزا د ديوان ريس قضاوت مل صاحب شاه څمکنی د خلکو دا تورونه چې په محکمو او څارنواليو کې ترې بډې اخيستل کيږي نه ردوي، خو وايې چې دوی د فساد د له منځه وړلو لپاره هڅې پيل کړې او په خبره يې که هر چا له خلکو څخه د بډو اخيستلو غوښتنه وکړه، دوی دې خبر کړي چې په اړه يې اقدام وکړي :

” زه مسلمان يم، دا نه شم ويلای چې نه به اخيستل کيږي خو موږ يې د مخنيوي له پاره ډېر کار کوو، که څوک څه شکايت لري مستند دې موږ ته وړاندې کړي چې مخنيوی يې وکړو او اقدام وکړو “

د پکتيا ډېر اوسيدونکي له مرکزي ادارې غواړي چې ددې ولايت د لوړو ادارو او قضايي ارګانونو کارونه دي وڅېړل شي او په دغو ادراو کې دې مثبت بدلونونه راشي او خلک دې له دې کړاوو راوباسي.

داود تپان پکتيا
XS
SM
MD
LG