ګل اياز د پاکستان، افغانستان او د سيمي په اړه راپورونه جوړوي. نوموړی "د مشال مرکه" خپرونې جوړوونکی دی چې پکې له بېلابېلو کسانو سره د هغوی پر ژوند او کار مفصلې خبرې کېږي. د خپرونې ټولې برخې دلته اورېدای شئ. له ګل ایاز سره پر اېکس او فېسبوک اړیکه نیولای شئ.
د پاکستان د کورنيو چارو وفاقي وزير احسن اقبال ويلي دي چې امريکا سره تعلقاتو ښه کولو او باوري فضا لپاره د دواړو هېوادونو لخوا اضافي ګامونو پورته کولو ضرورت دی.
د مردان د عبدالولي خان پوهنتون زده کوونکي مشال خان د وژنې په مقدمه کې یوه کس ته د مرګ او ځېنو نورو ته د بند بېلا بېلې او متعدې سزاګانې اورول شوې دي. په دې مقدمه کې ټول ۵۷ کسان ملزمان ول چې عدالت ورڅخه ۲۶ خوشې کړي. د مشال خان ورور وايي، د ترهګرۍ ضد عدالت د فبرورۍ د اوومې فیصله هایکورټ کې چیلېنجوي.
په افغانستان کې انټرنېټی سوداګري زياته شوې ده. دا چې په کابل کې د امن و امان د خطر او د سختې ګڼې ګوڼې له وجې خلک زړه نه ښه کوي چې د ښار لويو مغازو ته لاړ شي، نو دوی د ان لاين/ انټرنېټي سوداګرۍ له لارې توکي غواړي. د فرانسې خبري اژانس په دې اړه يوه ويډيو خپره کړی چې پښتو بڼه یې دا ده.
د روس دفاع وزارت تاييد کړه چې یوه پوځي الوتکه یې په شام کې غورځيدلې او پيلوټ یې وژل شوی دی.دا الوتکه د شام په ادلب صوبه کې د بشار السد رژيم مخالفو وسله والو په ميزايل وويشته چې سمدستي یې اور واخيست.
د افغانستان په پلازمېنه کابل کې امنيتي ځواکونو د اسلامي دولت وسله والې ډلې يا داعش يو پټنځای موندلی دی. چارواکي وايي، له دې ځايه دغې وسله والې ډلې بريدونه پلانول.
د فلم کيسه داسې ښودل شوې چې په ۱۳مه پېړۍ کې جلال الدين خلجي د افغانستان بادشاه وو او د ډيلي تخت ته د رسېدو لپاره یې پلان جوړولو.
په اسلام اباد کې د فاټا او نورو سيمو ځوانانو، مدني او سياسي فعالانو په اسلام اباد کې احتجاجي ناسته شورو کړې چې په کراچۍ کې د نقيب مسود په وژنه تورن د پوليس افسر راو انوار د نيولو، قبايلي سيمې له ماينونو پاکولو او د لادرکه کړیو کسانو د موندلو غوښتنه کوي.
په اسلام اباد کې د سيمه یيزو چارو پوه طاهر خان وايي چې سعودي عرب د پاکستان لپاره ډېر مهم دی خو په رسمي توګه، د پاکستان له لوري بيانونه نه خپرېږي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف د پنجشنبې پر ورځ په اسلام اباد کې افغان سفارت ته ورغلی وو او له سفیر حضرت عمر زاخېلوال سره یې ولیدل. تر ملاقات وروسته خبري غونډې ته په وینا کې زاخېلوال وویل، دواړه چارواکي سلا شول چې خپله خاوره به د بل پر ضد کارېدو ته نه پرېږدي. ویډیويي رپورټ.
د سعودي عرب له رياض سره نزدې ال ريم په سېلانۍ سيمه کې مقامي اوسيدونکې رخصتي تېروي. د سعودي عرب د سېلګرۍ څانګې ترمخه سعوديان تر شل اربه ډالرو په بهرنيو هېوادونو کې په سېلګرۍ خرڅوي. خو وايي هڅه کوي چې هېوادولو ته په کور دننه د رخصتي تيرولو زمينه برابره کړي.
په پاکستان او افغانستان کې کارپوهان وايي چې د امريکا ولسمشر د جنګ په پالېسي يقين لري او په راتلونکې ورځو کې به د تشدد پيښي نورې زياتي شي.
د خيبر پښتونخوا زياتره سيمې فالټ لاين يانې ځمکې لاندي کمزوري پټۍ لري ځکه په دغو سيمو کې زلزلې راځي.
د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ امريکايي کانګرس ته د جنورۍ په دېرشمه په خپله وینا کې وويل چې ترهګرې ډلې، خپلسري رژيمونه، چين او روس امريکايي ګټې چېلنجوي. خو هغه وويل دې ګواښونو ته به په بې ساري قوت ځواب ورکړي. نوموړي له کانګرسه وغوښتل چې د امريکا پوځي لګښت دې زيات کړي. نور د ګل اياز په جوړې کړې ويډيو کې.
د پاکستان د سېند د ټټې د پخواني مغل واکمن عیسا خان ترخان(دویم) مزار دی چې په نقش و نګار سینګار شوی دی. پر دېوالونو یې د قران ایات لیکل شوي. په هغه هدیره کې چې ترخان ښخ دی ۱۰ مربع کیلومیټره رقبه لري چې د نړۍ له لویو هدیرو څخه یوه ده.
د پاکستان د پنجاب صوبايي حکومت وايي چې په لاهور کې په پوهنتون کې د زده کونکو د دوو سازمانونو غړو ترمنځ نښتو کې نيول شویو زده کونکو خلاف مقدمې د ترهګرۍ ضد لاندي نه دي درج شوي.
د محسود ژغورنې غورځنګ تر انتظام لاندې احتجاجي لاريون چې د جنورۍ پر ۲۶مه له ډيره اسماعيل خانه پيل شوی وو، د شنبې په ورځ کوهاټ ته رسېدلی دی.
د اوکراين په لویديځ کې دروهوبیچ ښار د مالګي لپاره پېژندل کېږي. له هغه ځایه له ۶۰۰ کلونو راهیسې مالګه ایستل کېږي چې اوس هم پکې زېرمې پاتې دي. د هغه ځای اوسېدونکي وايي، دا د اروپا د مالګې جوړولو تر ټولو پخوانی ځای دی. د مشال راډیو د اوکراینۍ څانګې ویډیو ګل ایاز ژباړلې.
په سعودي عرب کې د اوښانو د ځغل او ښایست سیالي شوې چې ورته ګڼ خلک ورغلي ول. د سیمې اوسېدونکي دا سیالي یو ډول دود او د خپل کلتور انځور بولي.
د پاکستان سېنټ قايمه کميټي انصاف وزارت ته وړانديز کړی هغه کسان دې په ډاګهزندۍ/پانسي کړل شي چې له وړکیو ماشومانو سره په جنسي تېري او وژنه ورته سزا ورکړل شوې وي.
نور وښیئ