د لاسرسي ځای

تازه خبر

احسن اقبال: اسلام اباد او واشنګټن ته په ګډه کار کول پکار دی


د پاکستان کورنيو چارو وفاقي وزير احسن اقبال
د پاکستان کورنيو چارو وفاقي وزير احسن اقبال

د پاکستان د کورنيو چارو وفاقي وزير احسن اقبال ويلي دي چې امريکا سره تعلقاتو ښه کولو او باوري فضا لپاره د دواړو هېوادونو لخوا اضافي ګامونو پورته کولو ضرورت دی.

نوموړي واشنګټن پوسټ ورځپاڼې سره په ځانګړي مرکه کې ويلي دي اسلام اباد او واشنګټن له پکار ده چې سيمه ايز حالاتو ته په کتو سره په ګډه کار وکړي.

د کورنيو چارو وزير احسن اقبال واشنګټن پوسټ سره مرکه په داسې حال کې کړي چې د اسلام اباد او واشنګټن ترمنځ اړيکې له نورو وختونو زيات ترينګلي شوي دي.

احسن اقبال په مرکه کې د امريکا ولسمشر ډونلد ټرمپ تورونه په کلکه رد کړي چې ګواکې پاکستان ترهګرو ډلو سره مرستې کوي او په هغه هېواد کې د وسلوالو پناه ګاوې پرضد کوټلي ګامونه نه پورته کوي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه ليکې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې له هغې وروسته نورې پېچلي شوي له کله نه چې ولسمشر ټرمپ په ټویټر پاڼه اسلام اباد د ترهګرو پرضد کاروايي کې په همکاري نه کولو تورن کړ.

د دې وروسته د ولسمشر ټرمپ انتظامې پاکستان سره امنيتي مرستې وځنډولې.

د پاکستان کورنيو چارو وزير ورځپاڼې ته ويلي دي چې د نورو ګامونو پورته کولو خبره سمه نه ده. نوموړي وويل چې د افغانستان مسله د پاکستان او امريکا ترمنځ نزدي همکاري بغير نه شي حل کېدلای.

دوي دا خبره مني چې امريکا د افغانستان په اړه ډېر زيات مهم رول لري خو پاکستان هم د دي قضیې يو مهم اړخ دی.

د امريکا ولسمشر د ۲۰۱۷ کال اګست مياشت کې د جنوبي ايشيا او افغانستان لپاره سټراتيجې اعلان کړي وه. اسلام اباد په دې لړ کې خپلي اندېښنې امريکا ته رسولي دي.

احسن اقبال په دي اړه وويل چې د ټرمپ د ادارې ستراتيجي د کاميابي لپاره د پاکستان همکاري ډير زيات مهمه ده.

وفاقي وزير د واشنګټن ادعاوي ناسمې وبللي چې پاکستان د ځينو وسلوالو ډلو مرستي کوي. د احسن اقبال په خبره پاکستان د ټولو ترهګرو ډلو پرضد بې له توپيره عمليات کوي. ده زياته کړه چې ښو او بدو ترهګرو کې فرق نه شته او د ټولو پرضد يو شان کاروايي کوي. خو احسن اقبال دا هم وويل چې دوه اړخيزه اعتماد او باوري فضا جوړولو ته اړتيا ده او يوازې د دي له لاري به مسلي حل کړل شي.

XS
SM
MD
LG