د لاسرسي ځای

تازه خبر

پراګ - د پاکستان پوځ مشر جنرال قمر جاويد باجوه په رياض کې د سعودي عرب له ولي عهد محمد بن سلمان سره ملاقات کړی دی. د پاکستان دولتي راډيو وايي، دواړو مشرانو پر دوه اړخيزه اړيکو او پوځي همکارۍ خبرې وکړي.

باجوه په ملاقات کې ټینګار کړی د اسلام اباد او ریاض تعلقات ډېر مهم دي.

په لیدنه د سعودي عرب نور لوړپوري چارواکي هم موجود ول.

په اسلام اباد کې د سيمه یيزو چارو پوه طاهر خان وايي چې سعودي عرب د پاکستان لپاره ډېر مهم دی خو په رسمي توګه، د پاکستان له لوري بيانونه نه خپرېږي.

دی وايي، په پاکستان کې چې کله هم سياسي حالات خراب شي نو د سعودي عرب په لوري کتل پیل شي. طاهر خان زياته کړه:

((نواز شريف چې نن سبا کومې ويناګانې کوي نو هغه يو ښکاره پيغام ورکول غواړي او په پاکستان کې خلک په هغې پوهېږي. هغه يو خاص طرف ته اشاره وي، پوځ ته وي يا عدليې ته وي. په پاکستان کې پر دې بحث کېږي چې هغوی نواز شريف لرې کړی. نواز شريف سعودي عرب ته جلاوطن شوی وو او له هغې مودې راهيسې د سعودي ډېر مهم رول دی. دويم دا چې پاکستان د اسلامي هېوادونو په پوځي اېتلاف کې شامل دی چې د پاکستان پوځ پخوانی مشر راحيل شريف یې مشري کوي.))

په تېرو دوو مياشتو کې دا د پاکستان پوځ مشر جنرال قمر جاويد باجوه سعودي عرب ته دويم رسمي سفر دی. نوموړي د ۲۰۱۷ز په ډېسېمبر کې رياض ته تللی وو او هلته يې د ولي عهد محمد بن سلمان په ګډون له لوړپورو چارواکو سره ليدلي ول.

ستاسې نظر

تبصرې ښکاره کړئ

XS
SM
MD
LG