د لاسرسي ځای

تازه خبر

پنجاب حکومت: د نیول شوو زده کوونکو پرضد د ترهګرۍ مقدمې نشته


د پاکستان د پنجاب صوبايي حکومت وايي چې په لاهور کې په پوهنتون کې د زده کونکو د دوو سازمانونو غړو ترمنځ نښتو کې نيول شویو زده کونکو خلاف مقدمې د ترهګرۍ ضد لاندي نه دي درج شوي.

د لاهور په پنجاب پوهنتون کې د جنورۍ پر ۲۲ مه د اسلامي جميعت طلبه او پښتون بلوڅ کونسل ترمنځ تر شوې نښتې وروسته په لسګونه زدکوونکي نيول شوی وو.

د نيول شويو زدکونکو قانوني سلاکار يوسف کاکړ مشال راډيو ته وویل چې ۱۸۰ زده کونکي نيول شوي دي چې ۱۶۰ په جوډيشل ريمانډ او ۱۰ په جسماني ريمانډ پوليسو ته حواله کړل شوي دي.

دوي له حکومته غوښتنه وکړه چې نيول شوي زده کونکي دې ژر راخوشي کړي ځکه چې په راتلونکو ورځو کې يې امتحانونه دي.

د پنجاب صوبې د ترهګرۍ ضد صوبايي وزير سردار محمد ايوب خان مشال راډيو ته وویل چې په پنجاب پوهنتون کې تر نښتو وروسته نيول شويو زده کونکو پرضد د ترهګرۍ دفعاتو لاندې مقدمې نه دې درج شوې.

سردار محمد ايوب خانوویل ، “ که چېرې ايف ای ار شوی وي نو هغه به ۷۸۰ لاندي شوی وي. ما سره نور معلومات نيشته. بله دا چې د ۷۸۰ تعلق ترهګرۍ سره نه دی. دا دفعه پر هغه چا لګېږي چې غير قانوني وسلې ساتي او امن و امان حالات خرابولو کې ککړ وي”.

سردار محمد ايوب خاندا خبره له هغه وروسته کوي چې د یوسف کاکړ په وینا ،د جنورۍ پر ۲۲ مه په پنجاب پوهنتون کې اسلامي جميعت طلبه پرپشتون ايجوکيشن ډيپلومنټ موومنټ او بلوڅ کونسل زده کونکو بريد وکړ او نښتې وشوې او بیا لږ تر لږه ۱۸۰ زده کونکې ونيول شول چې زياتره پکې پښتانه او بلوڅان دي.

د نيول شويو زده کونکو قانونی سلاکار يوسف کاکړ وويل چې دا نښتي له هغې وروسته پیل شوې چې د ږوب دوه زده کونکي د اسلامي جمعيت طلبه له هغې کوټې را خلاص کړل شول په کوم کې چې هغوی خلک شکنجه کوي.

د یوسف کاکړ په وینا ، پر هغو زده کونکو ډير تشدد شوی وو او د دې لپاره يې په پنجاب پوهنتون کې مظاهره کوله.

ده وويل چې اسلامي جمعيت طلبه پر مظاهرې برید وکړ او بيا یې په پوهنتون کې دننه په ځينو ځايونو اور هم پورې کړ او د پوهنتون انتظاميه هم دا خبره مني.

خو اسلامي جمېعت طلبهد پښتنو او بلوڅ زده کوونکو دا تورونه ردوي او وایي چې لومړی د هغوی له خوا د اسلامي جمېعت طلبه پر غړو برید شوی وو.

د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر سرفراز بګټي پر ټویټر پاڼه لیکلي دي چې د بلوچستان د وزیراعلی عبدالقدوس بزنجو په لارښوودنه د دې مسلې د هواري لپاره لاهور ته تللی دی.

نوموړي ویلي چې هلته یې د پنجاب د لوړو زده کړو له وزیر او د پنجاب پوهنتون له وایس چانسلر سره لیده کاته کړي دي.

د دي مخکې د جمعې په ورځ د سېنېټ په غونډه کې هم پښتونخوا ملي عوامي ګوند، نېشنل پارټۍ او د پاکستان تحريک انصاف غړيو د پښتون بلوڅ زدکوونکيو د نيولو موضوع راپورته کړي وه.

دوی په خپله وينا ګانو کې د زدکوونکيو نيول وغندل او غوښتنه يې وکړه چې بايد زدکوونکي ژر تر ژر خوشي کړل شي او دا مسله ژر حل کړل شي.

تېر کال هم اسلامي جمېعت طلبه د پښتنو پر يوه کلتوري پروګرام برېد کړی وو چې پکې په لسګونه زدکوونکي ټپیان شوي وو چې پرضد يې د پاکستان په مختلفه ښارونو کې د پښتنو سازمانونو مظاهرې کړې وې او په غبرګون کې يې د پښتنو کلتوري ورځ ولمانځله.

XS
SM
MD
LG