د لاسرسي ځای

تازه خبر

سېنېټ کمېټه: په جنسي تېري ککړ دې د ولس ترمخ زندۍ کړل شي


د پاکستان سېنټ قايمه کميټي انصاف وزارت ته وړانديز کړی هغه کسان دې په ډاګهزندۍ/پانسي کړل شي چې له وړکیو ماشومانو سره په جنسي تېري او وژنه ورته سزا ورکړل شوې وي.

د سېنېټ کورنيو چارو کمېټۍ غړي شاهي سيد مشال راډيو ته وويل چې کمېټۍ د سپارښتنو منظوري ورکړي ده او دا يې انصاف وزارت ته لېږلي دي. دا سپارښتنې په داسې حال کې کېږي چې د پنجاب په قصور ضلع کې پر يوې اووه کلنې نجلۍ زېنب انصاري د جنسي تېري او د هغې پر وژنه تورن کس نیول شوی دی. د پاکستان بشري حقونو کمېشن د قايمه کمېټۍ پر سپارښتنو اندېښنې ښودلې دي.

شاهي سيد وویل، د سېنېټ قايمه کمېټۍ د رحمان ملک په مشرۍ د پاکستان پېنل کوډ کې د ځينو ترميمونو منظوري ورکړې. د پينل کوډ په شق ۱۸۶۰ کې اې ۳۶۴ ماده وايي هغه کس ته به د مرګ سزا ورکول کېږي چې تر ۱۴ کالو کم عمره ماشوم په اغوا کې ککړ وي.

د سېنټ قايمه کمېټې غړي شاهي سيد په اړه مشال راډيو ته وويل:

(( کمېټۍ یې منظوري ورکړې. د زينب تر پېښې وروسته د خلکو غوښتنه وه، هغو کسانو ته دې په ډاګه پانسۍ ورکړل شي. د دې لپاره پکار ده چې په جېل قانون کې بدلون راوستل شي.))

خو د پاکستان بشري حقونو کميشن د خيبر پښتونخوا مشر کامران عارف وايي چې د سېنټ قايمه کمېټۍ وړانديز ناسم دي. نوموړي وويل:

(( موږ په نظر کې دا خبره بالکل ناسمه ده چې سزا ملاوېږي نو هغه کس ته ملاوېږي، ټول ملک ته نه ملاوېږي. په ښکاره پانسي ورکولو سره ټول ملک ته سزا ملاوېږي. دا د بشر ضد کړنه ده. تر دې مخکې هم حکومت فيصله کړي وه . بيا سپريم کورټ په ۱۹۹۰مه لسيزه کې دا ويلي ول چې دا نه شي کېدلای.))

کامران عارف وويل چې داسي قسمه کار انساني تقدس خلاف دی. نوموړي د ماشومانو د حقونو خوندي ساتلو په اړه وويل چې ادارې فعالول پکار دي. ده زياته کړه:

((د هرې مسلې حل د کس وژل نه دی. په پاکستان کې چې څه هم وشي نو دوی وايي چې سړي مړ کړئ يا یې پانسۍ کړئ. سزا پکار ده خو لومړۍ خبره دا ده چې په وخت ملزم ونيول شي او پر هغه مقدمه وچلول شي.))

په سېنېټ کې دا ورستۍ سپارښتنې تر هغه وروسته شوې چې د پنجاب په قصور ضلعه کې پر یوې ماشومې زېنب انصاري جنسي تېری شوی او بیا وژل شوې وه، دغه پېښې په پاکستان کې سخته ولسي قهر راپارولی وو او خلکو غوښتل چې له ماشومانو سره د جنسي تېري او د هغوی په وژلو ککړ کسان دې په ډاګه زندۍ کړل شي.

XS
SM
MD
LG