د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې زلزله: يوه ماشومه مړه


په پندۍ کې خلک تر زلزلې وروسته بهر ولاړ دي.
په پندۍ کې خلک تر زلزلې وروسته بهر ولاړ دي.

نن د پاکستان په ګډون افغانستان او هند کې زلزله راغلي ده چې د وروستيو راپورونو ترمخه د بلوچستان په لسبېله سيمه کې د يو کور راپرېوتو پېښه کې يوه ماشومه مړه شوي خو د نور ځاني او مالې زيان راپور نه شته.

د پاکستان زلزلې څانګې ويلي دي چې د زلزلې مرکز هندوکش سيمه کې وه او په ريکټر سکيل د دې شدت شپږ اعشاريه يو وو. خو پاکستان کې د زلزلې شدت څلور اعشاريه نهه وه. ځمکپوهان وايي چې په هغو سيمو کې زياتې زلزلې راځي چې غريزه علاقې وي او خيبر پښتونخوا هم په هغو علاقو کې شامله ده چې ځمکې لاندي کمزوري پټۍ لري.

د پاکستان رسنيو ترمخه په لاهور، اسلام اباد، پيښور، کوټه، خيبر ايجنسي او باجوړ ايجنسي کې د زلزلې جټکي محسوس کړل شوی دي. په ريکټر سکېل د زلزلې شدت ۴.۹ وو. په پېښور کې د زلزلې له وجې په سکولونو او په نورو ځایونو کې خلک له خپلو کورونو راوتي وو، خو د زيانونو په اړه راپورونه نه دي ورکړل شوي.

د زلزلې وروسته
د زلزلې وروسته

د پيښور يو مقامي سکول مشر قاري حبيب شهزاد مشال راډيو ته وويل :

''نن غرمه دولسمنیې بجې په پېښور کې زلزله راغله. موږ خپله په سکول کې وو او عين وخت کې کوم خلک چې بازارونو کې وو، هغوې خپل دکانونه بند کړل او باهر راوتل. زموږ د خپل سکول ماشومان او استاذان هم د زوره وري زلزلې له وجې راوتو.''

د پيښور په لنډې ارباب کې د زلزلې له وجې دوه ماشومان ژوبل شوی دي.

بلخوا د بلوچستان په لسبيله ضلع کې د زلزلې له وجې يو کور راپروتي دي او يوه ماشومه په کې مړه شوی ده. په نوک کنډې کې هم د سکول يو ديوال راپروتي او ځيني ماشومان په کې ژوبل شوی دي.

د روئټرز خبري اژانس د زلزلې مرکز د هندوکش غريزه سيمه وه. د پيښور پوهنتون د جيولوجې څانګې ځمکپوه پروفيسر ګوهر رحمان مشال راډيو ته وويل چې د خيبر پښتونخوا زياتره سيمې فالټ لاين يانې ځمکې لاندي کمزوري پټي لري ځکه په دغو سيمو کې زلزلې راځي. ده زياته کړه:

''په خيبر پښتونخوا کې ټول غرونه دي. دا غرونه چې دې دا جوړيږي چې فالټ لاين يا ځکمې لاندي کمزوری زون وي او له هغې وجې نه غرونه حرکت کئ. د دی حرکت له وجې زلزلې راځي. د خيبر پښتونخوا ډيره اسماعيل خان، بنو، کوهاټ، پيښور، نوښار ټول غرونه دي. چرته چې غرونه وي هلته فالټ لاين وي او په هغه ځايونو کې زلزلې راځي.''

په خيبر پښتونخوا کې له قدرتي افتونو سره د مبارزي صوبايي ادارې خبرداري هم ورکړي چې د زلزلې وروسته ټکانونه هم راتللي شي او په چترال ضلع کې د ځمکې ښيودو خطر هم موجود دي.

د پاکستان په ګدون د افغانستان او هند په زياترو برخو کې هم د زلزلې جټکې محسوس کړل شوی دي.

XS
SM
MD
LG