نیاز علي په کراچۍ کې د مشال راډیو خبریال دی او هلته د سیند پر سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو چارو د خبریالۍ ترڅنګ د پښتنو پر ژوند او ستونزو هم راپورونه او خپرونې جوړوي.
شاهي سيد وويل چې په سيند کې له تېرې څه مودې راهسې هغه افغانان هم نیول کېږي چې په پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد لري.
ویکیپېډیا یو داسې انټرنېټي پوهنغونډ دی چې پکې هر کس خپل اکاونټ یا حساب پرانیستی شي او پکې لیکنې کولای او مطالب بدلولای شي. خو هر کس چې دا کار کوي او نوې لیکنه کوي یا یوې لیکنې ته نوي معلومات وراضافه کوي نو د باوري سرچینو لکه مقالو، کتابونو او رسنیو حوالې به ورکوي.
په کراچۍ کې د کالجونو پر کچ د نجونو د لوبو په سياليو کې يوشمېر پښتنې نجونې هم برخه اخلي. د لوبو دا سيالۍ د جنورۍ پر ۱۸مې پيل شوې چې د فبرورۍ تر ۱۴مې به روانې وي.
د جنورۍ پر ۲۹مه د بلوچستان په لسبېله کې له پله د مساپرو د بس پرېوتو او پکې د اور لګېدو په پېښه کې ۴۱ کسان وژل شوي ول. له هغوی څخه یې د ۳۸ تنو جسدونه تر اوسه د کراچۍ د اېدي په مرده خانه کې پراته دي. سرکاري چارواکي وايي، د سوځېدو له کبله د مړو پېژندګلوي نه کېږي. ویډیويي رپورټ.
د سيند پولیسو د ۲۰۲۲ز کال پر مهال د صوبې له بېلابېلو برخو کې څخه تر ۱،۵۰۰ زیات افغانان د پاسپورټونو او ویزو نه لرلو په تور نیولي دي. له هغوی څخه دوه افغانان تېر کال په دوو بېلابېلو زندانونو کې مړه شول.
په کراچۍ کې د تاوان لپاره د پښتنو ټرانسپورټرانو او نورو کاروبار کونکیو د تښتولو پېښې زیاتې شوې دي. د دغو پېښو پر ضد په کراچۍ کې د جنورۍ پر ۳۰مه هلته مېشتو پښتنو احتجاج هم کړی دی. دوی له حکومته غوښتنه کوله چې تښتول شوي کسان دې خوشې او د غلو پر ضد دې عملیات وکړي.
د خیبر پښتونخوا او بلوچستان له بېلا بېلو پښتنو سیمو سره اړه لرونکو پښتنو د جنورۍ پر ۳۰مه د کراچۍ پریس کلب مخې ته په احتجاج کې غوښتنه وکړه چې حکومت دې د تښتول شویو پښتنو خلاصولو لپاره جدي او ګړندي ګامونه پورته کړي.
د ټټې ډېپټي کمېشنر وویل چې په پېښه کې د سوات اوسېدونکي درې کانکېدونکي مړه شوي دي. په پېښه کې د خيبر پښتونخوا د سوات ۲۷ کلن سيد قيوم ، ۱۸ کلن محمد اياز او ۱۷ کلن رحمان علي مړه شوي دي.
پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د جنورۍ پر ۲۵مه د پېښور، کوټې، کراچۍ او اسلام اباد په ګډون د پاکستان په یوشمېر ښارونو کې د جنوبي وزیرستان د اوسېدونکي نقیب الله مسید د وژنې قضیې فیصلې پرضد احتجاجونه وکړل. د پېښور، کراچۍ او اسلام اباد د احتجاجونو په اړه ویډیويي رپورټ.
د جنوبي وزیرستان د اوسېدونکي نقیب الله مسید ورور ویلي دي چې د هغه د وژنې په قضیه کې د انصاف ترلاسه کولو لپاره هڅو ته دوام ورکوي. عالم شېر مسید له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل چې د پولیسو پلټنیزو ډلو ښوولې وه چې د پولیسو پخوانی افسر راو انوار او نور پولیس سرتېري د مسید په وژنه کې ککړ ول.
دا له هغه وروسته ده چې د جنورۍ پر ۲۳مه په کراچۍ کې د ترهګرۍ ضد عدالت د جنوبي وزیرستان د اوسېدونکي نسیم الله، چې په نقیب الله مسید پېژندل کېده، د وژنې په قضیه کې پرېکړه واورول او د پولیس افسر راو انوار په ګډون یې د ټولو تورنو کسانو د خوشې کولو امر وکړ.
په پاکستان کې تر دې وړاندې هم په ټولنیزو رسنیو کې د ښځو د عکسونو او ویډیوګانو له خپرېدو وروسته د وژنو پېښې شوي دي.
راو انوار د جنورۍ پر ۲۳مه د عدالت له خوا تر بري اعلانېدو وروسته له رسنیو سره په خبرو کې ځان بې ګناه وباله.
نقيب الله مسيد د ۲۰۱۸ز کال د جنورۍ پر ۱۳مه تر ګرفتارۍ وروسته له درو نورو کسانو سره يو ځای وژل شوی وو. هغه مهال د کراچۍ د ملير سیمې د پوليسو پخواني مشر راو انوار دعوه کړې وه چې د ډزو په تبادله کې یې "ترهګر وژلي" دي، خو وروسته د سيند پوليسو پلټنيزې ډلې هغه يوه "جعلي نښته" بللې وه.
د کراچۍ په کېماړۍ کې مو سمندري يا بحري خواړه خوړلي؟ دلته هره ورځ په لسګونو خلک ورځي. د يو ریسټورنټ پښتون مالک وايي دوی د هغوی د شهرت وجه، ښه پخلی، د کارېګرو پوهه او مناسب قیمت دی. د نياز علي خان په دې ويډيو کې یې وګورئ چې د کېماړۍ د سمندري خوړو خوند له نورو ولې بېل دی؟
د جنورۍ پر ۱۶مه شوي دې سیمینار ته له خیبر پښتونخوا، بلوچستان او د ملک له بېلا بېلو سیمو د بشري حقونو د کمېشن مشرانو او مدني فعالانو په خپلو ويناګانو کې پر حکومت غږ کړی چې په خيبر پښتونخوا کې د امنيت لپاره کوټلي ګامونه واخلي.
د سیند حکومت ویاند مرتضا وهاب په کراچۍ کې خبریالانو ته وویل چې مخالفه ګوندونو لومړی د بلدیاتي انتخاباتو غوښتنه کوله خو چې اوس وشول نو د درغلۍ تورونه پورې کوي. انتخاباتي کمېشن د ټګۍ د تورونو په اړه څه نه دي ویلي.
نور وښیئ