د لاسرسي ځای

تازه خبر

په سیند کې د تښتول شویو پښتنو لپاره احتجاج شوی


د خیبر پښتونخوا او بلوچستان له بېلا بېلو پښتنو سیمو سره اړه لرونکو پښتنو د جنورۍ پر ۳۰مه د کراچۍ پریس کلب مخې ته د غلا خلاف احتجاج وکړ.
د خیبر پښتونخوا او بلوچستان له بېلا بېلو پښتنو سیمو سره اړه لرونکو پښتنو د جنورۍ پر ۳۰مه د کراچۍ پریس کلب مخې ته د غلا خلاف احتجاج وکړ.

د سیند په کراچۍ کې مېشتو ګڼ شمېر پښتنو د احتجاج پر مهال غوښتنه کړې چې د غلو له خوا تښتول شوي پښتانه دې زر تر زره خوشي‌ کړل شي.

د خیبر پښتونخوا او بلوچستان له بېلا بېلو پښتنو سیمو سره اړه لرونکو پښتنو د جنورۍ پر ۳۰مه د کراچۍ پریس کلب مخې ته په احتجاج کې غوښتنه وکړه چې حکومت دې د تښتول شویو پښتنو خلاصولو لپاره جدي او ګړندي‌ ګامونه پورته کړي.

دوی وویل چې د خيبر پښتونخوا د سوات او باجوړ اوسېدونکي دوه کسان د سيند صوبې په سکهر کې غلو تښتولي او له کورنیو یې د کروړونو روپیو قلنګ غواړي.

د سوات د مدين احسان الله او د باجوړ د ذاکر الله داسې وېډيو ګانۍ هم د هغوي خپلووانو ته لېږل شوې دي دي چې دوی پکې په زنځيرونه ټرلي ښودل شوي او تښتوونکي یې وهي او ټکوي.

د سوات مدین اوسېدونکي احسان الله د مېرمنې باچا مرېز بي بي د جنورۍ په ۲۹ مه مشال راډيو ته وویل چې خاوند یې دوه میاشتې او اته ورځې وړاندې د سيند په سکهر کې غلو تښتولی دی.

د دې په وینا، هغوی یې اوس د خوشي‌کولو لپاره له دوی د ۳۰ لاکه روپیو غوښتنه کوي.

د احتجاج ګډونوالو د سیند پر حکومت د نه پاملرنې تور پورې کړ
د احتجاج ګډونوالو د سیند پر حکومت د نه پاملرنې تور پورې کړ

نوموړي زياته کړه، "خاوند مې بې روزګاره وو، چا ورته ټلېفون کړی وو چې د سيند سکهر سېمې ته راشه نو نوکري به درکړو، چې دی کله هلته ورغلی نو غلو تښتولی دی."

دې وویل چې خپل کور نه لري او یوه لور یې ډېره ناروغه ده او ماشومان یې ټوله ورځ په پلار پسې ژاړي.

باچا مرېز بي بي وویل چې د خاوند راخلاصولو لپاره یې په سوات کې پولیسو، پوځي مشرانو او نورو ټولو ادارو ته وار په وار خواستونه کړي خو هیچا ورسره مرسته نده کړې.

دې وویل، " غله سهار او ماښام راته زنګ وهي او د مېړه د وژلو ګواښونه را کوي او داسې ویډیوګانۍ یې هم را لېږلې دي چې دی یې په زنځیرونو شکنجه کړی او وهي یې."

بلخوا د سکهر پوليسو ايس ايس پي تنوير تينو مشال راډيو ته وويل چې د احسان الله او نورو تښتول شوو کسانو د خلاصون لپاره عمليات روان دي>

د ادعا وکړه چې په تېرو لسو ورځو کې یې د بلوچستان د پښين او خيبر پښتونخوا د وزير ستان ۷ کسان له غلو خلاص کړي دي.د ده په وینا، په دې عملیاتو کې ځینې غله هم وژل شوي دي.

په عين وخت کې د خيبر پښتونخوا د باجوړ سالارزو سیمې ذاکر الله نومي ځوان هم د سيند د سکهر په کچه نومي سېمه کې غلو تښتولی دی.

په دې اړه په کراچۍ کې د باجوړ فلاحي ټولنې يو مشر شاه ولي خان د جنورۍ پر ۲۹ مه مشال راډيو ته وویل چې غله د ذاکرالله له کورنۍ د یو کروړ روپیو غوښتنه کوي.

د ده په وینا، هغه د ۲۰۲۲ کال د ډېسېمبر پر ۱۵ تښتول شوی دی او دوی څو ځله د سیند د پولیسو مشر او د سیند حکومت ته د هغه د خوشي‌کولو خواست کړی دی.

خو د شاه ولي خان په وینا، پولیس او حکومت د ذاکرالله د خوشي کولو لپاره تر اوسه هیڅ کوټلي ګامونه نه دي پورته کړي.

بلخوا دسيند حکومت وايي چې دسيند په سکهر ،کشمور په کچه نومې سېمه کې د غلو پرضد عمليات روان دي او دوی هيڅي کوي چې ټول تښتول شوي کسان روغ راخلاص کړي.

د سيند د حکومت وياند مرتضا واهاب د جنورۍ پر ۲۹ مه مشال راډيو ته وويل چې سيند حکومت له هغو کورنيو سره ولاړ دی چې خپلوان يې غلو تښتولي دي.

په سيند کې د خيبر پښتونخوا يا بلوچستان د پښتون ميشت سېمو د خلکو د تښتولو دا لومړۍ پيښه نه ده بلکې تر دې وړاندې هم یو شمېر کسان تښتول شوي دي.

کراچۍ کې ټرانسپورټرانو د ډرېور تښتونې پرضد پرلت وهلی دی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:06 0:00

د ۲۰۲۲م کال د ډېسېمبر پر ۲۵ مه د سيند په کشمور کې د جنوبي وزيرستان اوسېدونکی ټرانسپوټر لقمان خان وزير غلو تښتولی وو چې د خلاصون لپاره کروړنو روپۍ قلنګ غوښتنه کوله.

تر هغه وړاندې د ډېسېمبر پر ۵مه د سيند په کشمور کې دلنډي کوتل اوسېدونکی عمران اپريدې غلو تښتولی و او د هغه له کورنۍ يې د کروړونو روپۍ قنلګ غوښتنه کړې وه.

په کراچې کې ټرانسپورټرانو د دې پېښو پرضد د واکمن پيپلز ګوند مشر او د بهرونو چارو وزير بلاول بلاول بوټو زرداري د کور مخې ته احجتاجي پرلت وهلي وو.

تر هغه احتجاج وروسته پولیسو عملیات کړي وو او له غلو څخه یې عمران اپرېدی او لقمان وزير خوشي کړي وو.

په کراچۍ کې ټرانسپوټرانو او کاروباریانو په وار وار د سيند له صوبايي او د پاکستان له مرکزي حکومته غوښتنه کړې چې د سيند په کچه نومې سېمه کې دې د غلو پرضد پراخ عمليات وکړي او د دوي کاروبار او ژوند دې خوندي کړي.

XS
SM
MD
LG