د لاسرسي ځای

تازه خبر

پي ټي‌اېم د افغانانو د نيولو په خلاف او علي وزير خوشې کولو لپاره مظاهره وکړه


په مظاهره کې پر پي ټي‌ اېم سربېره د خوشال کاکړ په مشرۍ پښتونخوا ملي عوامي  ګوند او د بشري حقونو بېلا بېلو سازمانونو هم ګډون وکړ
په مظاهره کې پر پي ټي‌ اېم سربېره د خوشال کاکړ په مشرۍ پښتونخوا ملي عوامي  ګوند او د بشري حقونو بېلا بېلو سازمانونو هم ګډون وکړ

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړيو په کراچۍ کې د مظاهرې په وخت د پارليمان غړي علي وزير خوشې کېدل او د سیند پولیسو لخوا د افغانانو نه نيولو غوښتنه وکړه.

د جنورۍ په ۲۲مه د کراچۍ کپريس کلب مخې ته په مظاهره کې، پر پي ټي‌ اېم سربېره د خوشال خان کاکړ په مشرۍ پښتونخوا ملي عوامي ګوند او د بشري حقونو بېلا بېلو سازمانونو هم ګډون کړی وو.

مظاهری ته دپي ټي اېم د کراچۍ مشر نورالله ترين پر سيند پولیسو نيوکې وکړي او تور یې پورې کړ چې په وينا یې، "پولیسو د افغانانو په نوم يو نوى کاروبار پيل کړى دی". نوموړي زیاته کړه هغه افغانان هم نيول کيږي چې د قانوني هستوګنې اسناد لري. "په کراچۍ کې دافغانانو سره ډير ظلم روان دی. پولیس يې نه يوازې په جيلونو کې اچوي بلکې قیمتي شیان هم ترې اخلي. سیند پولیس بايد د افغانانو د نيولو سلسله بنده کړي او نيولي کسان دې ژر تر ژره خوشې کړي."

د سيند پولیسو د صوبې په بېلابېلو برخو کې له تېر کال راهیسې د ۱۵۰۰ په شاوخوا کې هغه افغانان نيولي چې د دوی په وينا وېزه او د اوسېدو اسناد نه لري. د ملګرو ملتونو، بشري حقونو ادارو او د ټولنيزو رسنيوو کاروونکو د نيوکو سربیره هم، د سيند صوبې حکومت د افغانانو د نيولو دفاع کړي ده.‌

د صوبې د اطلاعاتو وزير، شرجيل مېمن د جنورۍ پر لومړۍ نېټه خبریالانو ته ويلي‌وو هر څوک چې قانوني اسناد او وېزه نه لري، هغه به نيول کيږي. خو په پاکستان کې د کډوالو سره مرسته کوونکې، يوې غيرسرکاري ادارې، شارپ چارواکو مشال راډيو ته ويلي چې ځيني افغان د اسنادو په درلودو سربیره هم نيول شوي دي چې د پاکستان له قوانينو او له بشري حقونو سرغړونه ده.

کراچۍ کې د بندي افغانانو خپلوان ورسره ملاقات نه شي کولای
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:32 0:00

د پي ټي اېم مظاهره چيانو په قامي‌اسمبلۍ کې د جنوبي وزيرستان استازي او د دې غورځنګ يو مخکښ، علي‌ وزير د خوشې کولو غوښتنه هم تکرار کړه. نورالله ترين وويل چې علي وزیر د پښتنو د حقونو خبره کوله نو ځکه له زندانه نه خوشې کيږي. "چې په يوه مقدمه کې یې ضمانت وشي، په بله کې یې ونیسي. دا سلسله به تر کومې روانه وي؟"

علي وزیر د ۲۰۲۰کال د دېسېمبر په ۱۶ مه په پېښور کې نیول شوی وو. پر هغه تور پورې شوی چې د پاکستان امنيتي ځواکونو پر ضد یې د تقریرونو په کولو سره د خلکو پارولو کوښښ کړی دی. پر نوموړي شپږ مقدمې جوړې شوې وي. په څلورو دې مقدمو کې هغه ته په کراچۍ او په يوه کې په خيبرپښتونخوا کې ضمانت شوی دی. خو په يوه بله ورته مقدمه کې لا هم په جيل کې دی.

پښتون ژغورنې غورځنګ دا مقدمې سیاسي او د پښتنو سره تعصب بولي. د کراچۍ پریس کلب مخې ته ورغونډو شويو مظاهره چيانو ته د دې غورځنګ يو بل مخکښ، رويد الله وويل چې په کراچۍ کي "له پښتنو سره په روان چلند" خاموشه نه شې پاتېدلی. هغه ادعا وکړه چې "په يوه او بله بهانه د پښتنو کاروبارونه بنديږي او د پښتنو په سيمو کې نه سم روغتونه شته او نه هم ښې تعليمي ادارې".

د سيند صوبې حکومت تر اوسه د پي ټي اېم د دې ادعاوو په اړه څه نه دې ويلي. خو تېره اونۍ په سیند کې د بلدياتي اننخاباتو د کېدو په وخت وزيراعلی مراد علي شاه خبریالانو ته ويلي وو چې په دې ټاکنو کې د ځايي چارواکو په ټاکل کېدو سره به په بې توپيره شکل ترقیاتي‌کارونه وشي.

XS
SM
MD
LG