د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتون ژغورنې غورځنګ د راو انوار بري کېدو خلاف احتجاج کوي


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین اعلان کړی چې د عدالت له خوا د نقیب الله مسید په وژنه د تورن راو انوار بري کولو پرضد به پراخ احتجاج کوي.

منظور پښتین د پښتون ژغورنې غورځنګ پر غړو غږ کړی چې په هره سیمه کې د عدالت د دې پرېکړې پرضد د جنورۍ پر ۲۵مه احتجاجونه وکړي. منظور پښتین دا اعلان د جنورۍ پر ۲۳مه پر خپله فیسبوک پاڼه په یو ویډیويي‌ پېغام کې وکړ.

ده وویل: "راو انوار او له ده سره نورو هدفي وژونکو یا قاتلانو په ریاستي وردۍ کې د پښتنو وژنې کولې، یوار یوازې نقیب الله نه بلکې تر ۴۵۰ زیاته پښتانه دوی هلته شهید کړي وو."

منظور پښتین ویلي چې د دوی په اړه هغه وخت جوړې پلټنیزې ډلې ویلي وو چې ۴۴۴ جعلي مقابلې یې کړې وې. منظور پښتین زیاته کړه چې د نقیب الله مسید لپاره یې له لومړۍ ورځې مبارزه پیل کړې وه خو د ده په وینا د هغه پلار ویلي‌ وو چې دوی ته د پوځ مشر د انصاف باور ورکړی دی.

پښتین زیاته کړه، "هغه وخت د پاکستان د پوځ مشر د نقیب الله مسید کور ته ورغلی وو او د هغه پلار ته یې باور ورکړی وو چې تاسو ته به انصاف درکول کېږي او بیا د نقیب الله مسید پلار او وروڼو له پښتون ژغورنې غورځنګ څخه لارې جدا کړې وې."

د پاکستان د پوځ د هغه وخت مشر جنرال قمرجاوبد باجوا د نقیب الله مسید له پلار سره د هغه په کور کې لیدلي وو
د پاکستان د پوځ د هغه وخت مشر جنرال قمرجاوبد باجوا د نقیب الله مسید له پلار سره د هغه په کور کې لیدلي وو

منظور پښتین زیاته کړه چې له هغه وخته یې په احتجاجونو کې د نقیب الله مسید لپاره انصاف غوښتی او اوس به هم دې غوښتنې ته دوام ورکوي.

نوموړي وړاندې وویل: "د دوی له وکیل سره زموږ خبرې وشوې، دا مقدمه به داسې نه پاتې کېږي، دا به های کورټ ته ځي‌ چې دا قاتلان خپل انجام ته ورسول شي."

خو بل پلو تورن راو انوار د جنورۍ پر ۲۳مه د عدالت له خوا تر بري اعلانېدو وروسته له رسنیو سره په خبرو کې ځان بې ګناه وباله.

نوموړي وویل: "دا پر دروغو ولاړه مقدمه وه، انجام ته ورسېده، زه او نور بې ګناه خلک یې پکې لیکلي وو، زه غواړم چې بیا د تېر په څېر د کراچۍ ښار خدمت وکړم."

دا له هغه وروسته ده چې په کراچۍ کې د ترهګرۍ ضد عدالت د جنوبي وزیرستان د اوسېدونکي نسیم الله، چې په نقیب الله مسید پېژندل کېده، د وژنې په قضیه کې پرېکړه اورولې ده او د پولیس افسر راو انوار په ګډون یې د ټولو تورنو کسانو خوشې کولو امر وکړ.

د کراچۍ په زندان کې دننه عدالت د جنورۍ پر ۲۳مه په خپله لنډه پرېکړه کې ویلي دي چې د "ناکافي ثبوتونو" له کبله د کراچۍ د ملیر سیمې د پولیسو پخوانی مشر راو انوار په ګډون ټول ۲۵ پولیسان بري کوي.

عدالت وویل چې د قضیې پلټونکي پولیس د تورونو په ثابتولو یا عدالت ته د ثبوتونو په وړاندې کولو کې پاتې راغلي دي.

خو د مسید وکیل صلاح الدین پنور د جنورۍ پر ۲۳مه د فیصلې تر اورېدو وروسته مشال راډیو ته وویل چې هغو پینځو پولیسو چې پخوا یې د انوار پرضد ګواهي ورکړې وه، وروسته له خپل بیانه په شا شول نو ځکه د قضیې لوری بدل شو او عدالت د ټولو تورنو کسانو د خوشې کولو امر وکړ.

تر دې مخکې عدالت د جنورۍ پر ۱۴مه فیصله په داسې حال کې خوندي کړې وه چې تر دې یوه ورځ مخکې د نقیب مسید د وژنې پینځه کاله پوره شول.

د نقيب الله مسید د وژنې په مقدمه کې راو انوار او نور څلور پولیس په ضمانت خوشې دي، ۱۳ پولیس زندانیان دي او د پخواني تاڼېدار امان الله مروت په ګډون اووه پخواني پوليس افسران له تېرو درو کلونو راهيسې مفرور دي.د نوموړي په وژنه تورنو کسانو پر ځان لګېدلي تورونه ناسم بللي دي.

د تېرو پینځو کلونو پر مهال عدالت تر ۵۰ زیاتو شاهدانو بیانونه ثبت کړل.

نقيب الله مسيد د ۲۰۱۸ز کال د جنورۍ پر ۱۳مه تر ګرفتارۍ وروسته له درو نورو کسانو سره يو ځای وژل شوی وو. هغه مهال د کراچۍ د ملير سیمې د پوليسو پخواني مشر راو انوار دعوه کړې وه چې د ډزو په تبادله کې یې "ترهګر وژلي" دي، خو وروسته د سيند پوليسو پلټنيزې ډلې هغه يوه "جعلي نښته" بللې وه.

د ۲۷ کلن مسید وژنې په پاکستان کې مظاهرې پارولې وې او پښتون ژغورنې غورځنګ یې د وژنې د پلټنو لپاره پر حکومت د فشار اچولو په موخه پرلت هم وهلی وو.

د مسید ورور عالم شېر مسید تر عدالتي فیصلې اورېدو یوه ورځ مخکې د جنورۍ پر ۲۲مه په کراچۍ کې خبریالانو ته وویل چې پلار یې "وصیت" کړی وو چې په قضیه کې "هېڅ ډول جوړجاړی نه کوي" او کورنۍ یې پر هغه "وصیت ولاړه" ده.

مسید په خبرو کې زیاته کړه چې د "انصاف ترلاسه کېدو" پورې مبارزې ته دوام ورکوي.

XS
SM
MD
LG