د لاسرسي ځای

تازه خبر

قادر اېډوکېټ وايي علي وزير په ناقانونه توګه په زندان کې ساتل کېږي


قادر اېډوکېټ وايي علي وزير په ناقانونه توګه په زندان کې ساتل کېږي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:41 0:00

له جنوبي وزیرستانه د قامي اسمبلۍ غړي او د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ علي وزیر وکیل قادر خان اېډوکېټ وایي چې د فبرورۍ له اتمې راهیسې په کراچۍ زندان کې د علي وزير پاتې کېدل یو "غيرقانوني" ګام دی. قادر خان د فبرورۍ پر ۱۳مه مشال راډيو ته وويل چې د عدالتونو له امر وروسته د خیبر پښتونخوا حکومت د سیند حکومت ته تېره اوونۍ په یوه لېږل شوي لیک کې د علي وزیر د خوشې کولو ویلي خو د هغه په وينا د سیند صوبایي حکومت څه عمل نه دی ورباندې کړی. بل خوا د سيند د اطلاعاتو وزير شرجيل انعام ميمن ويلی چې د صوبې له بېلا بېلو ادارو څخه تر بشپړ معلوماتو ترلاسه کولو وروسته به خپل دریځ څرګند کړي.

XS
SM
MD
LG