د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې ناموسي پېښو کې څلور مېرمنې وژل شوي


پاکستان کې وخت په وخت د ناموسي وژنو پېښې کېږي، انځور له ارشیفه

په چارسده، سوات او کراچۍ کې په تېرو څو ورځو کې څو مېرمنې د غیرت په نامه وژلې شوې دي.

د چارسدې پېښه:

د چارسدې پولیسو یو چارواکي نیاز محمد د جنورۍ پر ۲۳مه مشال رېډیو ته وویل چې د جنورۍ پر ۲۲مه د ونو ګړۍ یو اوسیدونکي بختیار ګل خپله لور په دې تور و وژله چې یو هلک یې په ټولنیزه رسنیو ویډیو خپره کړه.

نوموړی وايي: " پري ګل نومې ښځې په اېف ايي ار کې ویلي چې لور یې په اسلام اباد کې وه او خپل اوښې ته یې ویلي ول چې لقمان نومي تن یې ویډیو په ټولنیزه میډیا خپره کړې ده. پري ګل ویلي، کله چې خاوند ته یې د دې خبرې پته ولګېده نو خپله لور یې په کور کې وویشته."

نوموړي زیاته کړې چې بختیار ګل او د ویډیو په خپرولو تورن تن له پېښې وروسته تښتېدلې دي خو دوی یې د نیولو هڅې پیل کړي دي.

د سوات پېښه:

د سوات د پولیسو مشر شفیع الله ګنډاپور د جنورۍ پر ۲۳مه خبریالانو ته وویل چې په سنګوټا سیمه کې نصیرالله خان نومي تن خپلې دوه خویندې وژلي او یوه یې زخمي کړې ده. ګنډاپور وايي چې ملزم پولیسو ته د خپل جرم اعتراف کولو سره ویلي چې خپلې دوه خویندې یې په دې وجه وژلې دي چې د هغه په وینا له مشرۍ خور سره یې مرسته کړې وه چې هغه په خپله خوښه واده وکړي.

ګنډاپور مشال راډیو ته دا هم وویل چې پولیسو د خپلې غاړې ټول کار کړی دی او د ملزم پر ضد چې د کومو مادو لاندې کیس درج شوی دی، له هغې ښکاري، دا به اسانه نه وي چې نوموړی له سزا نه ځان بچ کړي.

خو بل پلو، په پاکستان کې وخت په وخت لیدل شوي چې اکثره وخت په ناموسي وژنو کې هغه کسان د کورنۍ د نورو غړو لخوا وبخښل شي چې د کورنۍ نور غړي یې د غیرت په نوم وژلي وي.

پولیس وايي، کله چې په ناموسي وژنه کې د کوم کس خلاف د قانون د ۳۱۱مې مادې لاندې مقدمه درج شي، بیا پولیس مدعي شي نو په هغه صورت کې بیا راضي نامه نه شي کېدای.

د کراچۍ پېښه:

د یو بل خبر له مخې د جنورۍ پر ۲۳مه، د کراچۍ ښار په سټي کورټ عدالت کې دننه یو تن چې امیر زمان مسید نومېږي، خپله لور یې وژلې ده. پولیس چارواکي عادل مرتضا مشال رېډیو ته ویلي چې وژل شوې جینۍ پخپله خوښه واده کړې وو او د خپل بیان درج کولو لپاره عدالت ته ورغلې وه چې پلار هم هلته وویشته. پولیس زیاتوي چې په ډزو کې یو پولیس او یو عام تن زخمیان شوي هم دي.

د پاکستان د بشري حقونو کمیشن ویلي چې په دې هېواد کې په ۲۰۲۱م کال کې ۴۷۸ د غیرت په نوم د وژونو پېښې شوي دي خو غیر سرکاري ادارې بیا وايي چې په پاکستان کې هرکال شاوخوا یو زر ناموسي وژنې کېږي.

په پاکستان کې د ناموسي وژنو زیاتېدل:

په پاکستان کې وړاندی هم په ټولنیزو رسنیو کې د ښځو عکسونو او ویډیوګانو خپرېدو وروسته د وژنو پېښې شوي دي.

د ۲۰۲۰م کال د مې پر ۱۶مه په شمالي وزیرستان کې دوه خوېندې له هغه وروسته ووژل شوې چې په ټولنیزه میډیا خپرې شوې یوې ویډیو کې یو هلک سره ولیدل شوې.

له دې وړاندې د ۲۰۱۲م کال په جون کې د کوهستان د یوې کورنۍ ویډیو په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوه. د دې ویډیو په اړه د کوهستان اوسیدونکو دا ادعا کوله چې په ویډیو کې ښودل شوي ښځې وژل شوي دي. وروسته بیا د ۲۰۱۳م کال په جنوري کې داسې خبرونه مخې ته راغلل چې د دې ویډیو په خپرولو تورن دې روڼه هم ووژل شول.

دا چې د موباییل ټیليفونو او د سوشل میډیا له لارې د دا ډول پېښو نه د بچ کېدو لپاره څه پکار وي؟ په اړه یې د ټولنیزه میډیا او ټینکالوژۍ پوهه اسد جان وايي چې پاکستان کې د انټرنیټي جرمونو په اړه له قانون څخه د ګټې اخیستو ترڅنګ ځینې داسې نورې طریقې هم شته چې له مخې یې د عسکونو او ویډیوګانو د خپرېدو مخنیوی او له رسوایې څخه بچ کېدای شي:

" که څوک د چا عکس یا ویډیو بغیر له اجازې خپره کړې نو هغه کولای شي چې اېف ای اې د سایبر کرایم څانګه ته شکایت وکړي. هغوی په دوو درو اونیو کې په دې اړه کارروايي کوي. خلک باید په موبایل کې یو مضبوط پاسورډ ولګوي. ځینې خلک خپل

تاریخ پیدایش یا د موباییل نمبر نه خپل پاسورډ جوړ کړي چې د هغې معلومول اسانه وي."

په پاکستان کې د انټرنیټي جرمونو د مخنیوي قانون (پیکا) په ۲۰۱۶م کال کې جوړ شوی چې ترمخه یې قانون نافذونکې ادارې په انټرنیټي جرمونو کې د ککړتیا په تور د خلکو انټرنیټي پاڼو یا موبایل ټېلېفون شمېرو تړلو واک لري خو د پلټنو وفاقي اداره( اېف ای اې) د دې ډول تورونو تحقیقات کوي او بیا د تورن کس پر ضد مقدمه کوي او که جرم پرې ثابت شي نو ورته عدالت د بند او جرمانو سزاګانې اورولای شي.

اسد جان وايي چې اوس ډیجټیل یا انټرنیټي دور دی خو په خیبرپښتونخوا کې زیاتره خلک د موبایل او انټرنیټ د استعمال په اړه پوهاوې نه لري چې له وجې یې د غیرت په نوم د وژونو په څیر پېښې وشي.

XS
SM
MD
LG