د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان حکومت وايي د تېلو زېرمه کوونکو پرضد اقدام کوي


پاکستان کې ګڼ ګاډي له یوه پمپه د تېلو اخیستو لپاره په قطار کې ولاړ دي - پخوانی انځور.
پاکستان کې ګڼ ګاډي له یوه پمپه د تېلو اخیستو لپاره په قطار کې ولاړ دي - پخوانی انځور.

د پاکستان د تېلو چارو ریاستي یا د مملکت وزیر ویلي دي چې د هغو پمپونو خلاف اقدام کوي چې ډیزل او پېټرول "زېرمه" کوي.

دا تر هغې وروسته ده چې د خیبر پښتونخوا او پنجاب په یوشمېر سیمو کې د تېلو کمښت پیدا شو چې له کبله یې ټرانسپورټي چارې اغېزمنې شوې دي.

مصدق ملک د فبرورۍ پر اوومه په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل، په پاکستان کې تر راتلونکو ۲۰ یا ۲۵ ورځو پورې کافي پېټرول او ډیزل شته دي او د فبرورۍ تر ۱۵مې نېټې مخکې د تېلو د بیو لوړولو "هېڅ امکان نه شته."

نوموړي دا هم وویل چې د پاکستان د اقتصادي او مالي ستونزو د هواري لپاره د پیسو له نړیوال صندوق (ای اېم اېف) سره روانې خبرې د تېلو د بیو له لوړېدو سره تړاو نه لري.

په همدې حال کې د خیبر پښتونخوا او پنجاب په یوشمېر ښارونو کې د تېلو نه شتوالي له وجې پمپونه تړل شوي دي. د خیبر پښتونخوا په سوات، دیر، بنو او یوشمېر نورو ځایونو کې د تېلو بحران ژور شوی دی.

له دې پرته د پنجاب فیصل اباد، ګوجراوالا، سرګودا، خوشاب، ګوجر خان او منډي بهاالدین کې زیاتره پمپونه د تېلو نه شتوالي له وجې تړل شوي دي.

په ځینو نورو سیمو کې چې پمپونه خلاص دي، هلته د پېټرولو او ډیزلو د یو لیټر بیه له ۵۰ څخه تر ۱۰۰ روپۍ پورې لوړه شوې او ګڼ ګاډي ورته په قطارونو کې ولاړ وي.

په دواړو صوبو کې یوشمېر ټرانسپورټرانو مشال راډیو ته وویل چې په ځینو پمپونو کې خو پېټرول او ډیزل له اصلي قیمته په دوه چنده لوړ نرخ یعنې شاوخوا ۵۰۰ روپۍ في لیټر خرڅېږي.

د پاکستان د تېلو د ټانکرو ټولنې یو مشر خانزاده مسید هم وايي چې د پېټرولو پمپونو مالکان تېل زېرمه کوي چې له کبله یې مصنوعي کمښت او بحران زېږېدلی دی.

خو د پمپونو مالکان وايي چې د پخوا په څېر له اړتیا سره سم پېټرول او ډیزل نه ورکول کېږي چې له کبله یې ستونزې پیدا شوې دي.

په پاکستان کې اوسمهال د یو لیټر ډیزلو بیه شاوخوا ۲۵۰ او د پېټرولو هغه ۲۶۳ روپۍ ده.

XS
SM
MD
LG